![[insert caption here] [insert caption here]](https://webarchive.library.unt.edu/eot2008/20090115050021im_/http://www.voanews.com/deewa/images/karzai_pakistan_15jun08_0.jpg) |
فغان جمهورئیس حامد کرزي هغه رپوټونو باندې خپله
اندیښنه ښودلی وه چې وایي د اونی د ایتلافي ځواکونو په برید کې د ښځو او
ماشومانو په گډون ١٧ ملکي کسان وژل شوي وؤ |
افغانستان کې موجود د ناټو ځواکونو ویلي یو ځانمرگي برید کونکي قندهار ولایت کې ایتلافي عسکرو سره نزدې یو برید کې درې ملکي کسان وژلي دي.
افغان چارواکو ویلي درې ملکی کسان هغه وخت ووژل شو کله چې ایتلافي عسکر د قندهار ولایت په میوند اولسوالی کې په گزمو کې بوخت وؤ.
ناټو د درې کسانو د وژل کیدو پخلی کوی خو وایی دوه عسکر او یو ملکي تن په دغه موټر ځانمرگي برید کې وژل شوي دي.
طالب جنگیالو د برید مسولیت په غاړه اخېستې دی.
نن سحر افغان جمهورئیس حامد کرزي هغه رپوټونو باندې خپله اندیښنه ښودلی وه چې وایي د اونی د ایتلافي ځواکونو په برید کې د ښځو او ماشومانو په گډون ١٧ ملکي کسان وژل شوي وؤ.
د امریکا پوځ وایی لغمان ولایت کې شوو عملیاتو کې یوازې جنگیالي وژل شوي وؤ.