|
د ملگرو ملتونو امنیتې شورا یا سیکورټي کونسل د یو قرار داد د لارې په غزه کښې په سم لاسې توگه د ډز بندۍ غږ کړی دی. |
د ملگرو ملتونو امنیتې شورا یا سیکورټي کونسل د یو قرار داد د لارې په غزه کښې په سم لاسې توگه د ډز بندۍ غږ کړی دی.
دغه قرارداد د زیارت په شپه ناوخته د ملگرو ملتونو په نیویارک مرکز کښې په اکثریت سره منظور کړی شوی دی.
او امنیتی شورا ١٥ غړو کښې ١۴ غړو د قرار داد په ډله کې رایې ورکړه خو امریکا یواځېنی هیواد وؤ چې د قرار داد پر ضد یا ډله کښې ېې د ووټ اچولو نه ډډه ووکړه.
په قرار داد کې په سم لاسي او مستقل ډول په غزه کښې د ډز بندۍ غو ښتنه شوې ده. او په دې خبره ېې زور اچولی دې چې د ډزبندۍ په مکمله توگه احترام ووکړی شې. او ددې تر مخه به اسرایل خپل پوځونه د فلسطین سیمو نه ووځې.
خو د جمعې په ورځ د اسرایل صدراعظم ایهود اولمرټ وویل چې د حماس گوند پر ضد پیل کړی شوی یرغل ته به دوام ورکوې او د حماس مشرانو هم د ملگرې ملتونو قرار داد رد کړی دې او ویلې ېې دې چې په دې کښې د فلسطینیانو د مفاداتو خیال نه دې ساتلی شوی.