|
[ ] |
دبرټانيې دبهرنيو چارو وزير ډيوډ ملي بينډ وايي هغه باور لري چې دممبۍ ترهه گريزو بريدونو کې دپاکستان رياست لاس نۀ لري.
دبرټانيې دبهرنيو چارو وزير ډيوډ ملي بينډ وايي هغه باور لري چې دممبۍ ترهه گريزو بريدونو کې دپاکستان رياست لاس نۀ لري.
په نوي ډيلي کې دخپل هندي سيال پرناب مکهرجي سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغۀ وويل په دې خبره ټول پوهيږي چې دغه ترهه گري دکوم ځايې څخه وشوه؟
ښاغلي بينډ وويل دممبۍ ترهه گريزو بريدونو کې دپاکستان نيغ په نيغه هيڅ کردار نشته.
دهغۀ وينا وه دلشکرطيبه په ضد عمليات کول دپاکستان مسؤليت دى.
نوموړي وويل ترهه گري دپاکستان لپاره هم خطره ده اؤ په هند اؤ افغانستان کې دامنيت لپاره دپاکستان مهم کردار دى.
هغۀ وويل پاکستان پخپله دترهه گرۍ ښکار دى اؤددغه هيواد پخوانۍ صدراعظمه بې نظير بوټو هم دترهه گرۍ له امله خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ.
دبهرنيو چار وزير وويل دترهه گرۍ په ضد دپاکستان تگلاره سمه ده اؤ بايد عمل پرې وشي.
همدغه راز پخپل وار مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي وويل هند دپولې دپورې غاړې څخه دترهه گرۍ ښکار دى.
هغه وويل پر پاکستان دنور فشار راوړلو ضرورت دى.
مکهرجي غوښتنه وکړه بايد پاکستان دترهه گرۍ مخنيوي لپاره دسارک پر تړون عمل اؤ دنوي ډيلي لخوا په ورکړل شوؤ ثبوتونو کار وکړي.