VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

15 جنورۍ 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
ميران شاه : تندرلارو دوه  وروڼه دمخبرۍ په تور وژلي دي

12/01/2009

[insert caption here]
دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې جنگيالو امريکا دپاره دمخبرۍ په تور دوه وروڼه وژلي دي.
 
دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې جنگيالو امريکا دپاره دمخبرۍ په تور دوه وروڼه وژلي دي.

چارواکي وايي ددغه دواړو وژل شوؤ کسانو نومونه رحمان خټک اؤ اسفنديار خټک څرگند شوي دي چې خپلو کې سکه وروڼه وؤ، يو ٢٥ اؤ بل ٣٠ کاله عمرونه لرل.
په سيمه کې يو امنيتي چارواکي عبدالقيوم خان خبريالانو ته ويلي دواړه وژل شوي کسان يوه اوونۍ دمخه طالبانو تښتولي وؤ.
دوژل شوؤ کسانو مړي نن دميرانشاه څخه بهر  موندل شوي  چې په بدنونو يې دوهلو نخښې پرتې وې.
دهغوي دمړو سره يو ليک هم پريښودل شوى دى چې پکې په دواړو وژل شوؤ کسانو تور لګول شوى  چې امريکا دپاره يې دپيسو په بدل کې مخبري کوله .
په شمالي وزيرستان کې دتيرو١٥ؤ ورځو راهسې امريکا دپاره دمخبرۍ کولو په تور طالبانو١٣ کسان وژلي دي.
تيره مياشت هم په شمالي وزيرستان کې طالبانو ٢ سکه وروڼه امريکا دپاره دمخبرۍ کولو په تور وژلي وؤ.
 بل لوري ته دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې تندلارو ديوې اوونۍ دپاره دډزبندۍ اعلان کړى دى.
سرچينې وايي دډزبندۍ په لړ کې دسيمه ييزې امن کميټې غړو تيره ورځ دطالبانو دغورځنگ دسوات دمشر مولانا فضل الله سره وليدل اؤ سوات کې يې دامن دټينگښت په اړه ورته وړانديزونه وکړل.
دسرچينو له مخې په دليدنې په مهال ځايې طالبان په دې شرط ډزبندۍ ته چمتو شول چې امنيتي ځواکونه به دهغوي په ضد هيڅ رقم عمليات نۀ کوي.
بلخوا دسوات دمينگورې سيمې سره نزدې اوډي گرام څخه ديو نامعلوم تن مړى موندل شوى دى
  همدغه راز  دصوبه سرحد په جنوبي سيمه  هنگو کې ددوؤ وسله والو ډلو ترمينځ دشوي تړون لاندې دجوماتونو څخه دډزبندۍ اعلانونه پيل شوي دي اؤ په سيمه کې پوځ خپل واک ټينگ کړى دى.
په هنگو کې دتيرو ٣ؤ ورځو څخه دسُني اؤ شيعه مسلمانانو ترمينځ سخته جگړه روانه وه چې ددغو دواړو ډلو ترمينځ دروغې جوړې راوستلو لپاره دهنگو ضلعې دسيمه ييزو تماسونو دمشر يا ډي سي او په مشرۍ دعلماء کرامو اؤ مخوريزو مشرانو يوه جرگه کې دواړه خواوې اوربند ته چمتو شوې.
دتړون لاندې به دواړو خواؤ څخه ١٠،١٠ لکه روپۍ اؤ٥،٥ کسان په ضمانت کې اخستل کيږي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
هيلري کلنټن :د اوباما حکومت به پاکستان اؤ افغانستان سره په گډه کار کوي
سوات:تندلاري دامنيتي پوستې مخې ته مورچه شوي دي
غزه کې د ډزبندی هڅې تراوسه ناکامه دي
هندي جنرال : پاکستان بیا پوځیان پرځایې کړې دي
د اسرایلي یرغل اودرولو لپاره بان کی مون سیمې ته روان دی
ډيوډ ملي بينډ: دممبۍ بريدونو کې دپاکستان رياست لاس نۀ لري
ډاکټر خان :القاعده سره يې دتړاؤتوطيې روانې دي
صدراعظم گيلاني : دهند په  بيانونو خواه نۀ بدوي
ميران شاه : تندرلارو دوه  وروڼه دمخبرۍ په تور وژلي دي
حامد کرزى :دترهگرو مخه بايد په گډه ونيول شي
غزه کې د وژل شوؤ فلسطنیانو شمېر٩٠٠ ؤ نه اوړیدلی دی
هنگو: فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ شمير٣٨ؤ ته رسيدلى دى
مومندايجنسي : جنگيالو بريد کې ٦ عسکر اؤ٤٠ تندلاري وژل شوي دي
هنگو: فرقه یزو نښتو کې ١١ کسان وژل شوي دي
جوزف بائيډن کابل ته رسيدلى دى
مشرف: امریکا سره په پاکستان دبريدونوتړون نۀ ؤ شوى
تندلارو په سوات کې تر اوسه  ١٥٢ پولیس وژلي دي  Audio Clip Available
امریکا :پاکستان کې دالقاعده مهم مشراسامه الکيني وژل شوى دى
اسرایل او حماس د امنیتي شورا ډزبندۍ غږ رد کړی
جوزف بائيډن:پاکستان اؤهنددې ترهگرپه گډه محکمې ته وړاندې کړي
صدراعظم گيلاني : په ختيځ پولی وضعه نازکه شوې ده
روسیه : یوکراین کې د پایپونو لپاره څارونکي غواړو
پاکستان : سختو امنيتي تدابيرو کې دعاشورې ورځ لمانځل شوې ده
عثمان د مسلمانانو پرضد امریکایي تصعب نه ټوکې جوړوي  Audio Clip Available
ناټو : ځانمرگي برید کې دوه عسکر هم وژل شوي دي
پرناب مکهرجي :اجمل قصاب پاکستانى منل دهند ددريځ پخلى دى
اسرایلي استازی د ډزبندۍ په پلان خبرو لپاره مصر ته تللی
گیلاني :- دراني د غېرزمه واره رویې له امله لرې شو
کرزى : دترهگرۍ ختمولو لپاره به د جرگې نظام گټور ثابت شي
بوش، اوبامه او پخواني جمهوررئیسان میلمانه کړی دي