VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

11 جنورۍ 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
هنگو: فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ شمير٣٨ؤ ته رسيدلى دى

11/01/2009

[insert caption here]
دصوبه سرحد جنوبي سيمې هنگو کې د٣ؤ ورځو څخه روانو فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٣٨ؤ ته رسيدلې اؤ٤٥ نور ټپيان دي.
دصوبه سرحد جنوبي سيمې هنگو کې د٣ؤ ورځو څخه روانو فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٣٨ؤ ته رسيدلې اؤ٤٥ نور ټپيان دي.

حکومت  په سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره دمشرانو جرگه نن راغوښتې ده.
دسرچينو له مخې دشيعه گانو اؤ سُنيانو دواړه  ډلې دراکټونو اؤ مارټر دگولو په گډون  ديو بل په ضد درنه وسله کاري.
ددغه نښتو له امله ځايې اوسيدونکي دسختې ويرې ترهې سره مخ دي اؤ د٦ؤ ورځو څخه دبازارونو اؤ دوکانونو دتړل کيدلو له امله خلک دخوراکي موادو دکموت سره مخ شوي دي.
دهنگو ضلعې دتماسونو سيمه ييز مشر يا ډي سي او مجيب الرحمان خبريالانو ته ويلي  په سيمه کې دډزبندۍ په لړ کې نن دعلماء کرامو، دقامي اؤ صوبايي اسمبلۍ دغړو، سناتورانو اؤ مشرانو بيړنۍ جرگه راغوښتل شوې   اؤ   کرفيو لگول شوې ده.
دغه نښتو تيره ورځ هاغه مهال پيل شوې کله چې دبنگش سيمې څخه په گڼ شمير کې  شيعه مسلمانان دماتمي جلوس ويستلو لپاره داجازې نۀ ورکول کيدو په ضد احتجاجاً هنگو ته روان وؤ ،
دورکړل شوؤ راپورنو له مخې  کله چې هغوي  هنگو ته نزدې شول نو مخالفې ډلې پرې ناڅاپي بريد وکړو.
له دې وروسته هنگو اؤ ورسره پيوست سيمو کې دډزو لړۍ  پيل شوه  چې تراوسه پکې ٣٨ کسان وژل شوي دي.
نن ددغو دواړو ډلو ترمينځ په پاس قلعې ، گنجيانو قلعې اؤ دهنگو نورو بيلا بيلو سيمو کې  يو ځل بيا نښتې شوي اؤ دجگړې په مهال پاس  اؤ گنجيانو قلعو کې گڼو دوکانونو اؤ کورونو ته هم اور اچول شوى دى.
  په وژل شوؤ کسانو کې مفتي رستم، قاري عمر حيات اؤ مولانا اصغر هم شامل دي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتونونو ته رسول کيږي 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  نور مربوط خبرونه
هنگو: فرقه یزو نښتو کې ١١ کسان وژل شوي دي
 
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
هيلري کلنټن :د اوباما حکومت به پاکستان اؤ افغانستان سره په گډه کار کوي
سوات:تندلاري دامنيتي پوستې مخې ته مورچه شوي دي
غزه کې د ډزبندی هڅې تراوسه ناکامه دي
هندي جنرال : پاکستان بیا پوځیان پرځایې کړې دي
د اسرایلي یرغل اودرولو لپاره بان کی مون سیمې ته روان دی
ډيوډ ملي بينډ: دممبۍ بريدونو کې دپاکستان رياست لاس نۀ لري
ډاکټر خان :القاعده سره يې دتړاؤتوطيې روانې دي
صدراعظم گيلاني : دهند په  بيانونو خواه نۀ بدوي
ميران شاه : تندرلارو دوه  وروڼه دمخبرۍ په تور وژلي دي
حامد کرزى :دترهگرو مخه بايد په گډه ونيول شي
غزه کې د وژل شوؤ فلسطنیانو شمېر٩٠٠ ؤ نه اوړیدلی دی
هنگو: فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ شمير٣٨ؤ ته رسيدلى دى
مومندايجنسي : جنگيالو بريد کې ٦ عسکر اؤ٤٠ تندلاري وژل شوي دي
هنگو: فرقه یزو نښتو کې ١١ کسان وژل شوي دي
جوزف بائيډن کابل ته رسيدلى دى
مشرف: امریکا سره په پاکستان دبريدونوتړون نۀ ؤ شوى
تندلارو په سوات کې تر اوسه  ١٥٢ پولیس وژلي دي  Audio Clip Available
امریکا :پاکستان کې دالقاعده مهم مشراسامه الکيني وژل شوى دى
اسرایل او حماس د امنیتي شورا ډزبندۍ غږ رد کړی
جوزف بائيډن:پاکستان اؤهنددې ترهگرپه گډه محکمې ته وړاندې کړي
صدراعظم گيلاني : په ختيځ پولی وضعه نازکه شوې ده
روسیه : یوکراین کې د پایپونو لپاره څارونکي غواړو
پاکستان : سختو امنيتي تدابيرو کې دعاشورې ورځ لمانځل شوې ده
عثمان د مسلمانانو پرضد امریکایي تصعب نه ټوکې جوړوي  Audio Clip Available
ناټو : ځانمرگي برید کې دوه عسکر هم وژل شوي دي
پرناب مکهرجي :اجمل قصاب پاکستانى منل دهند ددريځ پخلى دى
اسرایلي استازی د ډزبندۍ په پلان خبرو لپاره مصر ته تللی
گیلاني :- دراني د غېرزمه واره رویې له امله لرې شو
کرزى : دترهگرۍ ختمولو لپاره به د جرگې نظام گټور ثابت شي
بوش، اوبامه او پخواني جمهوررئیسان میلمانه کړی دي