|
هندي جنرال : پاکستان بیا پوځیان پرځایې کړې دي
|
ډیوه ریډیو ډیوه ریډیو رپوټ
14/01/2009
|
|
د هند د پوځ مشر ددې خبرې پخلی کړی دی چې پاکستان د ممبۍ ترهگر بریدونو باندې راپورته شوي کړکیچ وروسته په گډه پوله خپل ځواکونه بیا پرځایې کړي دي. جنرال دیپک کپور نن یو خبری کانفرنس ته ویلي هند د پاکستان لخوا مشرقی پوله باندی پوځیانو پرځایې کولو نه خبر دي خو وایی دا خبره د دوي لپاره کومه د اندیښنی وړ نه ده. نوموړي زیاته کړه د هند پوځ د هر رقم حالاتو دمقابلی لپاره تیار دی. بلخوا نن د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلانی ویلي هند ورته د ممبۍ تر هگر بریدونو په اړه یوازې معلومات ورکړی. ښاغلي گیلاني پرون د پارلمان غړو ته وینا کې ویلي وؤ چې هند د ممبۍ بریدونو په اړه کوم شواهد نه دي ورکړي. او زیاته یې کړه حکومت تر اوسه د دغه معلوماتو کتنه کوی. د دوااړو غلیمو هېوادونو تر منځ تېر کال د نومبر میاشت کې د ممبۍ بریدونو وروسته یو ځل بیا تاوتریخوالی زیات شوی دی. هند وایي چې د ممبۍ ترهگرۍ بریدونو ترشه د پاکستان کې میشت د لشکر طیبه ډله لاس لري
|
|
|