VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

11 جنورۍ 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
مومندايجنسي : جنگيالو بريد کې ٦ عسکر اؤ٤٠ تندلاري وژل شوي دي

11/01/2009

[insert caption here]
امنيتي ځواکونو په دغه مهال دجنگياليو په ضد عمليات پيل کړل چې له امله يې ٤٠ جنگيالي ووژل شول اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي هم دي.
دسرچينو له مخې دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه  مومند ايجنسۍ کې دصافي تحصيل  دمامدگټ په مقام تيره شپه دغيرملکي جنگيالو په گډون   شاوخوا ٦٠٠ؤ وسله والو جنگيالو دپاکستان اؤافغانستان دگډې پولې څخه پاکستان ته د را اوړيدلو هڅه  وکړه اؤ دپوځيانو په کيمپ اؤ پوسته يې بريد وکړوچې لۀ امله يې ٦دمليشې عسکر ووژل شول

 امنيتي ځواکونو په دغه مهال دجنگياليو په ضد عمليات پيل کړل چې له امله يې ٤٠ جنگيالي ووژل شول اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي هم دي.
سرچينې وايي دجنگياليوبريدکې٦عسکرهم ټپي شوي دي.
سرچينې زياتوي دسوؤنوپه شميروسله وال طالبان دافغانستان دپولې څخه دبريددپاره دپاکستان خاورې ته راواختل اؤدلته يې دځايي طالبانوپه ملگرتيا په پاکستاني عسکروددرنووسلوپه کارولوسره بريد وکړو.
همدغه راز جنگيالو دمهمندايجنسۍ دلکړو پر امنيتي پوسته هم بريد کړى چې له امله يې ٥ پوځيان وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځيانو په ضد په دې وروستيو کې دغه تر ټولو لويې بريد گڼل کيږي.
ددغو جنگيالو اؤ عسکرو ترمينځ تر زياته وخته جگړه روانه وه اؤ دډزو دتبادلې وروسته هغوي په تيښته کې بريالي شول.
 په سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دجنگيالو په سنگرونو په دمې دمې سره گوله باري  هم دوام شوې ده.
دسرچينو وينا ده چې دبيگاه شپې په عملياتو کې يو څه غيرملکيان هم پوځيانو نيولي اؤدپلټنو لپاره  يې نامعلوم ځايې ته يې  وړلي دي.
دايف سي لخواد جاري شوي بيان له مخې مامد گټ سيمه کې ٦٠٠ؤ ځاې اؤ غيرملکي تندلارو بريد وکړو چې له دې وروسته امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات پيل کړل.
دمليشه ځواکونو له مخې  ددغه جگړې په مهال گڼو تندلارو وسلې وغورځولې اؤ ځانونه يې امنيتي ځواکونو ته وسپارل..
 بل لوري ته دمومند ايجنسۍ سره په پوله پرته دباجوړ قبائيلي سيمه کې تندلارو جنگيالو دايجنسۍ دمرکزخار څخه ١٩ کسان دحکومت دملاتړ په تور تښتولي اؤ په هغوي کې يې د٤ؤ څخه غوږونه غوڅ کړي دي.
سرچينې وايي طالبانو دغه ١٩ واړه تښتول شوي کسان نن سحر پخپله پريښودي دي.
ويل کيږي دکومو٤ؤ کسانو څخه چې غوږونه غوڅ کړل شوي دي هغه درضاکار ځواک غړي وؤ. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
هيلري کلنټن :د اوباما حکومت به پاکستان اؤ افغانستان سره په گډه کار کوي
سوات:تندلاري دامنيتي پوستې مخې ته مورچه شوي دي
غزه کې د ډزبندی هڅې تراوسه ناکامه دي
هندي جنرال : پاکستان بیا پوځیان پرځایې کړې دي
د اسرایلي یرغل اودرولو لپاره بان کی مون سیمې ته روان دی
ډيوډ ملي بينډ: دممبۍ بريدونو کې دپاکستان رياست لاس نۀ لري
ډاکټر خان :القاعده سره يې دتړاؤتوطيې روانې دي
صدراعظم گيلاني : دهند په  بيانونو خواه نۀ بدوي
ميران شاه : تندرلارو دوه  وروڼه دمخبرۍ په تور وژلي دي
حامد کرزى :دترهگرو مخه بايد په گډه ونيول شي
غزه کې د وژل شوؤ فلسطنیانو شمېر٩٠٠ ؤ نه اوړیدلی دی
هنگو: فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ شمير٣٨ؤ ته رسيدلى دى
مومندايجنسي : جنگيالو بريد کې ٦ عسکر اؤ٤٠ تندلاري وژل شوي دي
هنگو: فرقه یزو نښتو کې ١١ کسان وژل شوي دي
جوزف بائيډن کابل ته رسيدلى دى
مشرف: امریکا سره په پاکستان دبريدونوتړون نۀ ؤ شوى
تندلارو په سوات کې تر اوسه  ١٥٢ پولیس وژلي دي  Audio Clip Available
امریکا :پاکستان کې دالقاعده مهم مشراسامه الکيني وژل شوى دى
اسرایل او حماس د امنیتي شورا ډزبندۍ غږ رد کړی
جوزف بائيډن:پاکستان اؤهنددې ترهگرپه گډه محکمې ته وړاندې کړي
صدراعظم گيلاني : په ختيځ پولی وضعه نازکه شوې ده
روسیه : یوکراین کې د پایپونو لپاره څارونکي غواړو
پاکستان : سختو امنيتي تدابيرو کې دعاشورې ورځ لمانځل شوې ده
عثمان د مسلمانانو پرضد امریکایي تصعب نه ټوکې جوړوي  Audio Clip Available
ناټو : ځانمرگي برید کې دوه عسکر هم وژل شوي دي
پرناب مکهرجي :اجمل قصاب پاکستانى منل دهند ددريځ پخلى دى
اسرایلي استازی د ډزبندۍ په پلان خبرو لپاره مصر ته تللی
گیلاني :- دراني د غېرزمه واره رویې له امله لرې شو
کرزى : دترهگرۍ ختمولو لپاره به د جرگې نظام گټور ثابت شي
بوش، اوبامه او پخواني جمهوررئیسان میلمانه کړی دي