VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

15 جنورۍ 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
VOA Deewa Radio
جدول

د امريکا غږ ډيوه راډيو خپرونې په ټولو ټاکل شوو ښاريو کې په ايف 100.5 ميګاهاټز دورځې څليريشت ساعته اؤ دهفتې اووۀ ورځې اوريدل کيدى شي. اؤ ددې ترڅنګ په انترنيت اؤپه لنډو څپو هم نيغ په نيغه خپريږى.
 

1300نه ،1500 يو ټي سي (دپاکستان په وخت دماښام6 بجونه  د ماښام 8 بجو پورې او د افغانستان 5:30 بجو  نه تر 6:30 بجو پوری ) 

11510, 9565 , (40.24 میټره ) 7455 
1500نه ،1600 يو ټي سي (دپاکستان په وخت دماښام8 بجونه  د ماسخوتن 9 بجو پورې او د افغانستان 7:30 بجو  نه تر 8:30 بجو پوری )
11510, (51.41 میټره  ) 5835, (40.24 میټره ) 7455
1600نه ،1700 يو ټي سي (دپاکستان په وخت  دماسخوتن9 بجونه د شپې  10 بجو پورې او د افغانستان 8:30 بجو  نه تر 9:30 بجو پوری )
9310 , (51.41 میټره  ) 5835, (40.24 میټره ) 7455

1700نه ،1900 يو ټي سي (دپاکستان وخت مطابق د شپې  10 بجونه د شپې  11 بجو پورې او د افغانستان 9:30 بجو  نه تر 10:30 بجو پوری )
9310 , (51.41 میټره  ) 5835, (40.24 میټره ) 7455
تاسو د امريکا غږ ډيوه راډيو ماښامي خبرونه چالان کړئ اؤ دورځې دمهمو تازه خبرونو سرليکونه واورئ. د امريکا غږ ډيوه راډيو دخپرونو مهال ويش کې دخبرونو لنډيز ، دنړيوالو، سيمه ايزو اؤمقامى خبرونو هغه مهم اړخونه چې سيمې اؤ پښتنې ټولنې پورې اړه لري شامل دي.
دخبرونو په دې جامع وخت کې دسياسياتو، اقتصاد، هنر ، ټنګ ټکور، روغتيا، موسم اؤ لوبو په حقله ځانګړې ورځنۍ فيچرې شاملې دي. له دې پرته په خپلو ټاکلو ورځو خاص فيچرې لکه " شخص په کوڅه کې" هم وړاندې کيږى.
چې په دې ځانګړي پروګرام کې دپښتنو په يوه کوڅه يا مارکيټ کې موجود دډيوه راډيو خبريال دعامو پښتنو څخه دمهمو خبرونو اؤ موضوعاتو په بابله دهغوي تبصرې اؤ نظرونه اخلي اؤ خپلواوريدونکيو ته يې اوروي.
د نورو ځانګړو خپرونو ترڅنګ د امريکا غږ ډيوه راډيو امريکا کې دميشت مسلمانانو دژوند ژواک دمختلفو کړيو اؤ دعام امريکائى اولس دعصري اړخ " مونږ څوک يو" په حواله خپلو اوريدونکيوته ځانګړې فيچرې وړاندې کوي. دامريکا غږ ډيوه راډيو خپرونو کې يوه ټيلي فوني شو هم شامله ده چې هغه داوريدونکو په ګډون اؤ دهغوي په تبصرو اډاڼه لري .
هيلو ډيوه راډيو ، ټيلي فوني محفل
1400څخه 1500 يو ټي سي (دمقامي وخت مطابق دماښام7 بجوڅخه د ماسخوتن 8 بجو پورې)
(هيلوVOA ډيوه راډيو ) د امريکا غږ ډيوه راډيو يو داسې نيغ په نيغه ټيلي فوني محفل دى چې پکې پښتنې ټولنې، سيمې اؤ امريکا ته په پيښو هغو مهمو چارو اوريدونکيوته د خپل نظر اؤ تجزيې وړاندې کولو موقعه ورکول کيږي چې په تا اؤ اوريدونکي څه اغيزه لري.
دې محفل کې به دسيمې اؤ امريکا څخه دپښتو خبرونو د نومياليو برابروونکيو ، ماهرانو، نطاقانو، هنري څهرو اؤ ټوقمارانو مرکې هم خپرولى شي. چې پکې به اوريدونکيو ته دټيلي فون له لارې د ګډون، پوښتنو اؤ دتبصرو موقعه ورکول کيږي.
د امريکا غږ ډيوه ريډيو خبرنامه
1500 څخه 1600 يو ټي سي (دمقامي وخت مطابق دماسخوتن 8 بجو څخه د ماسخوتن 9 بجو پورې)
دتازه ترين بين المللي ، سيمه ايزو اؤ علاقايي خبرونو دپاره دډيوه راډيو سره اوسئ ددې ترڅنګ دلوبو ، اقتصاد، موسم، فن، سياست اؤ دعامو فيچرونو سره سره دډيوه راډيو د9 بجو خبرنامه کې ځانګړي پروګرامونه شامل دي چې په هغې کې دميرمنو په ستونزو ،دماشومانواؤ کورني صحت ،په مقامي تعليم اؤ دبين المللي خبرونوپه سرليکونو يو نظر ، تبصرې اؤ دامريکا دتاريخ په اهمو واقعاتو رڼا اچول کيږي.
هيلو ډيوه راډيو،دشعر وادب محفل
1600 څخه1700 يو ټي سي( دماسخوتن 9 بجو څخه 10 پورې) 
دامريکا غږ ډيوه راډيو دشعر و ادب داروزانه پروګرام نيغ په نيغه په ټيلي فوني تماسونو،په غوره مشغولتيااؤپه هنري موضوعاتو بحث اؤ مباحثو باندې اړه لري ددې سره سره به پکې شعر و شاعري هم اورول کيږي په دې پروګرام کې دټولې نړۍ څخه دپښتو دنومياليو اديبانو ، شاعرانو اؤ هنرمندانو مرکې شاملې وي. اؤ ددې ښکلا به پروګرام کې داوريدونکيو په ګډون کولو سيوا کيږي.
دامريکا غږ ډيوه راډيو خبرنامه
1700 څخه تر1800 يو ټي سي ،( دشپې 10 بجو څخه تر 11 بجو پورې )
خپل ماښام په سبانيوسرخطونو پورمعمور کړئ دامريکا غږ ډيوه راډيو د11 بجو خبرنامه په جامع خبري او معلوماتي فيچرونو باندې مشتمله ده اؤ تاسو وخت په وخت د راپيدا کيدونکيو خبرونو ، په نړۍ کې دنوؤ رابرڅيره کيدونکيو حالاتو اؤ واقعاتو څخه خبر ساتي. داخپرونه په زړۀ پورې فيچرونو لکه “Historical sites” يعني تاريخي مقامات کوم چې به تاسو دمنطقې دتاريخي ځايونو په سيل بيايي . How do you say that ?” “دډيوه راډيو همکار سره دمغربي کلتور په بابله په مقبولو محاورو ، په تازه فلم اؤ کتاب دتبصرو په اړه ګټور اؤ خوندور بحث باندې اړه لري.
دامريکا غږ ډيوه راډيو ممسخوتنۍ خپرونې
‏1800‏ څخه 1900 يو ټي سي ( دشپې د11 بجو څخه تر 12 بجو پورې) 
دامريکا غږ ډيوه راډيو تاسو ته مهم نړيوال اؤ سيمه ايز خبرونه اؤ ورپسې د پښتو دعصري زړۀ پورې موسيقۍ يوه ځانګړې خپرونه وړاندې کوي. ډيوه راډيو داوريدو يوه اسانه اؤ ځانګړې لاره خپلوي ډيوه راډيو تاسو ته موثق خبرونه اؤ معلومات درکوي چې تاسو دمهمو واقعاتو څخه خبر وساتي. اؤ ددې ترڅنګ تاسو يو خوندور ماښامى هم دپښتو دسندرو اؤ نغمو څخه په خوند اخستو تير کړئ.
دپښتو نوې سندرې واورئ
د امريکا غږ ډيوه ريډيو ستاسو دخوشحالۍ دپاره تاسو ته نوې زړۀ پورې سندرې دراوروي. چالان کړئ د امريکا غږ ډيوه راډيو، د ورځې څليريشت ساعته اؤ دهفتې اووۀ ورځې اؤ دخپلې خوښې دپښتنو هنرمندانو خيال محمد، سردار على ټکر، ګلزار عالم،نغمې، هارون باچا ،رحيم شاه ،نازيه اقبال ، عرفان خان، شهنشاه باچا اؤد حنيف اؤ داسې د نورو دخوږو سندرو څخه خوندونه واخلئ. لطفاً مونږ ته خپلې تبصرې راوليږئ اؤ هم د هاغو سندرو غوښتنه چې تاسو ئې اوريدل غواړئ.

Click here to listen to VOA Deewa Radio
ژوندۍ خپرونه
WM  |  Real

او فريکوينسی «

News|خبرونه
UTC 1200-1300
MP3| WM| Real

Hello VOA
UTC 1300-1400
MP3| WM| Real

News|خبرونه
UTC 1400-1500
MP3| WM| Real

Arts & Literature
UTC 1500-1600
MP3| WM| Real

News|خبرونه
UTC 1600-1700
MP3| WM| Real

شپه په خیر ډیوه
UTC 1700-1800
MP3| WM| Real

ستاسو نظر
خپلی تبصری او ‎سوالونه‏ ‎ راواستوی «