|
|
|
|
د هند د پوځ مشر ددې خبرې پخلی کړی دی چې پاکستان د ممبۍ ترهگر بریدونو باندې راپورته شوي کړکیچ وروسته په گډه پوله خپل ځواکونه بیا پرځایې کړي دي. |
|
|
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى چې دممبۍ دترهه گريزو پيښو له امله هند سره ديو والي دڅرگندولو په موخه پرون نوي ډيلي ته رسيدلى نن يې دهند دبهرنيو چارو وزير سره دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه خبرې کړي دي. |
|
|
دامريکا نوى ټاکل شوى مرستيال جمهوررئيس جوزف بائيډن دپاکستاني چارواکو سره دسيمې اؤ نړۍ د مهمو چارو په اړوند د خبرو اترو کولو څخه وروسته نن دخالي په ورځ دافغانستان پايه تخت کابل ته رسيدلى دى. |
|
|
افغانستان کې موجود د ناټو ځواکونو ویلي یو ځانمرگي برید کونکي قندهار ولایت کې ایتلافي عسکرو سره نزدې یو برید کې درې ملکي کسان وژلي دي. |
|
|
پاکستان اؤ افغانستان دترهگرۍ پر ضد جگړه ، د نشه اي موادو دکښت اؤ قاچاق مخنيوي ، په تماسونو کې دزياتوالي لپاره په گډو گامونو اؤ نړيوالې ورورولۍ سره په مرسته اتفاق کړى دى. |
|
|
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري پخپله لومړۍ حکومتي دوره دافغانستان پايه تخت کابل ته رسيدلى دى اؤ دغلته يې دافغان جمهوررئيس حامد کرزي سره يوه ليدنه کړې ده. |
|
|
په نوي ډيلي کې دوزراء اعلي کانفرنس ته دوينا په مهال من موهن سنگهـ وويل دترهه گر عناصرو دگاونډي هيوادونو په ځانگړي ډول دپاکستان څخه ملاتړ کيږي اؤ دغه هيواد ترهه گري درياستۍ تگلارې په توگه خپله کړې ده. |
|
|
د پاکستان جمهوررئیس اصف زرداري جمهوررئیس ټاکل کیدو ورسته په لومړۍ ځل کابل ته رسېدلی دی. |
|
|
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت منلې ده چې دهند لخوا په نوي ډيلي کې دپاکستان هايي کميسيون ته ورکړل شوي دممبۍ دترهه گريزو بريدونو په هکله ثبوتونه اسلام اباد ته ترلاسه شوي دي. |
|
|
سرچينې وايي دطالبانو مهم مشر اؤ دفرهنگي کميټې رئيس استاذ ياسر پرون دپيښور څخه نيول شوى اؤ نامعلوم مقام ته بوتلل شوى دى. |
|
|
دهند صدراعظم من موهن سنگهـ دپاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې دممبۍ په ترهه گريزو بريدونو کې ککړ کسان دې ورته وسپاري ترڅو په هغوي د هنددننه مقدمه وچلول شي. |
|
|
افغان چارواکي وایي د هيواد په سويلي ايالت نيمروز کې طالب جنگيالود مرستندويه ادارې سره کار کوونکي پنځه افغانان تختولي دي. |
|
|
دافغانستان په سويلي هلمند ولايت کې د اولسوال په کور دطالبانو بريد کې لږ ترلږه ٢٠ پوليسان وژل شوي دي. |
|
|
په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو په يوه بيانيه کې ويلي دي په بيلا بيلو عملياتو کې يې ١١ تندلاري وژلي دي. |
|
|
په افغانستان کې د امریکا سفیر ویلي واشنگټن د هغه لانجه من پلان ملاتړ کوي چې وایي قبایلي مشران د طالبانو پرضد جگړه کې بوخت کړي. |
|
|
په بنگله دیش کې د کال ٢٠٠١ وروسته لومړي پارلماني ټاکنو کې د پخوانۍ صدراعظمې شېخ حسینه واجد ائتلاف لوۍ اکثریت سره گټه تر لاسه کړی ده. |
|
|
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي کۀ هند خپل پوځونه دامن وضعيت ته بيرته اوگرځوي اؤدجنگي هلو ځلو څخه لاس واخلي نو سيمه ييز وضعيت کې ښۀ والى راتللى شي. |
|
|
د افغانستان هرات ولايت چارواکي وايي يو ځانمرگي خپل گاډى يې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک کړى ؤ دغه گاډى د بهر ملکي پوځيانو کاروان سره نزدې وچاؤدولو چې له امله يې يو امريکايي پوځي اؤ دوه افغان وگړي ژوبل کړل. |
|
|
دپاکستان او هند تر منځ تاو تریخوالې له امله پاکستان خپلو هوایي ځواکونو ته د چمتو اوسیدو امر کړی دی. او د هېواد په پولو د جنگي الوتکو الوتونه هم زیات کړي دي. |
|
|
د امریکا د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رچرډ باوچر ویلی دپاکستان په خاوره موجود ترهگر خپله د پاکستان لپاره یو خطر دی نوموړي زیاته کړه دغه خطر اوس یواځې د هند یا امریکا لپاره نه دی. |
|
|
|
|
|