|
دامريکا نوى ټاکل شوى مرستيال جمهوررئيس جوزف
بائيډن دپاکستاني چارواکو سره دسيمې اؤ نړۍ د مهمو چارو په اړوند د خبرو
اترو کولو څخه وروسته نن دخالي په ورځ دافغانستان پايه تخت کابل ته رسيدلى
دى
|
دامريکا نوى ټاکل شوى مرستيال جمهوررئيس جوزف بائيډن دپاکستاني چارواکو سره دسيمې اؤ نړۍ د مهمو چارو په اړوند د خبرو اترو کولو څخه وروسته نن دخالي په ورځ دافغانستان پايه تخت کابل ته رسيدلى دى.
ټاکل شوې ده بائيډن به دغلته دامريکايي پوځي مشرانو ترڅنگ دافغان جمهوررئيس حامد کرزي اؤ نورو لوړپوړو چارواکو سره وويني.
ښاغلي بائيډن پرون په اسلام اباد کې دپاکستاني جمهوررئيس اصف علي زرداري ، صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره دليدنو په مهال دپاک وهند ترمينځ دپيدا شوي کړکيچ په گډون افغانستان کې په ائتلافي ځواکونو دکيدونکو بريدونو په هکله هم غږيدلى ؤ.
يو شمير امريکايي اؤ افغان لوړپوړي چارواکي ادعا لري چې افغانستان کې په ميشتو ائتلافي ځواکونو بريدونه دپاکستان دپولې څخه وراوړيدونکي وسله وال کوي.
سرچينې وايي نن به افغان جمهوررئيس حامد کرزي سره دليدنې په مهال جوزف بائيډن په دغه هکله هم وغږيږي اؤ دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ راتلونکي کې دښو اړيکو ټينگولو ژمنه به وکړي.
دامريکا نوي ټاکل شوي جمهوررئيس براک اوباما له مخه اعلان کړى دى چې دجمهوررئيس دڅوکۍ سمبالولو وروسته به افغانستان ته نور ٢ کنډکه امريکايي پوځيان ليږدوي ترڅو دغلته دبدامنۍ اؤ مقاومت مخه ونيول شي.