|
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي
ويلي دي کۀ هند خپل پوځونه دامن وضعيت ته بيرته اوگرځوي اؤدجنگي هلو ځلو
څخه لاس واخلي نو سيمه ييز وضعيت کې ښۀ والى راتللى شي.
|
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي کۀ هند خپل پوځونه دامن وضعيت ته بيرته اوگرځوي اؤدجنگي هلو ځلو څخه لاس واخلي نو سيمه ييز وضعيت کې ښۀ والى راتللى شي.
هغۀ وويل په دې وروستيو٤٨ؤ ساعتونو کې دپاک وهند موجوده وضعيت په هکله مثبت پرمختگ شوى.
بلخوا دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي وايي هند پر پوله دپوځ په شميره کې زياتوالى نۀ دى راوستى اؤ نۀ يې هم په تاؤتريخوالي کې داضافې لپاره کوم ګام اخستى دى.
په نوي ډيلي کې ميډيا سره دخبرو په مهال پرناب مکهرجي وويل پاکستان دې دبې هيواده عناصرو په ضد عمليات وکړي.
دبهرنيو چارو په وزارت کې دخپلې تگلارې په بيان کې شاه محمود قريشي وويل دپاک وهند کړکيچ کمولو په هکله دچينايي حکومت دهڅو ستائينه کوؤ.
هغۀ وويل په هند کې لا اوس هم دممبۍ بريدونو په هکله پلټنې دوام لري اؤ ددغو پلټنو له بشپړيدو وروسته کۀ چرې ثبوتونه پاکستان ته ورکړل شي نو پاکستان تيار دى چې دممبۍ په بريدونو کې ککړو کسانو ته سزا ورکړي.
هغۀ وويل دممبۍ بريدونو دپلټنو په حواله دخپلې څيړنيزې ډلې هند ته دليږدولو لپاره چمتو يو.
دهغۀ وينا وه هند منلې ده چې پاکستان ته يې تراوسه دممبۍ دترهه گريزوبريدونو په هکله ثبوتونه نۀ دي ورکړي.
هغۀ وويل جگړه دستونزو هوارى نۀ بلکې له دې امله نورې ستونزې هم راولاړيږي .
دبهرنيو چارو وزير وويل پاکستان دممبۍ ترهه گريزو بريدونو وروسته په واشنگټن کې هم له چارواکو سره ليدنې کړي دي چې گټورې ثابتې شوي دي.
شاه محمود قريشي وويل بايد دممبۍ بريدونو وروسته پاک وهند خبرې اترې دوامداره وساتل شي اؤ کۀ چرې دغسې ونۀ شي نو ټوله گټه به يې دترهه گرو لاسونو ته ورشي.