|
پاکستان اؤ افغانستان دترهگرۍ پر ضد جگړه ، د
نشه اي موادو دکښت اؤ قاچاق مخنيوي ، په تماسونو کې دزياتوالي لپاره په
گډو گامونو اؤ نړيوالې ورورولۍ سره په مرسته اتفاق کړى دى. |
پاکستان اؤ افغانستان دترهگرۍ پر ضد جگړه ، د نشه اي موادو دکښت اؤ قاچاق مخنيوي ، په تماسونو کې دزياتوالي لپاره په گډو گامونو اؤ نړيوالې ورورولۍ سره په مرسته اتفاق کړى دى.
په کابل کې یو گډ مطبوعاتی کانفرنس ته د وینا په وخت د پاکستان جمهوررئیس زرداری ویلي غواړي او ښایي دواړه هېوادونه د تر هگرۍ پرضد یو دي.
په دې مهال جمهوررئيس حامد کرزي وويل دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره به دجامع تگلارې سره جرگه نظام گټور ثابت شي.
دافغانستان پايه تخت کابل کې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي اؤ دهغۀافغان سيال رنگين داد فر سپنتا پر گډه اعلاميه لاس ليکونه وکړل.
په دې مهال دپاکستان اؤ افغانستان جمهوررئيسان هم موجود وؤ.
ددوه اړخيزه مرستې په هکله دگډې اعلاميې لاندې دواړو هيوادونو په لوړه کچه پرله پسې دورو ته ددوام ورکولو، حکومتي محکمو، پارلمانونو، دوسله والو پوځونو اؤ امنيتي ايجنسيو ترمينځ رابطو باندې هم اتفاق کړى دى چې ورسره به په ټولو څانگو کې پخپل مينځي يو والي کې نوره اضافه هم وشي.
په دغه ليدنه کې ددواړو هيوادونو ترمينځ په اړيکو، پاک افغان قبائيلي سيمو اؤ سرحدي وضعيت ، دترهه گرۍ مخې نيولو اؤ دوسله والو پوځونو ترمينځ په رابطو سيوا کولو خبرې اترې شوي دي.
په کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل پاکستان، هند اؤ نورو گاونډي هيوادونو سره ښې اړيکې غواړو.
هغۀ وويل پاک افغان امن جرگه به سيمه کې دترهه گرۍ مقابلې لپاره مهم کردار ولوبوي.
دبهرنيو چارو وزير دهندي صدراعظم من موهن سنگهـ لخوا په پاکستان لگول شوي تورونه بې بنياده وگرځول اؤ وې ويل پاکستان جگړه نۀ غواړي خو کۀ جنگ راوتپل شي نو دهيواد څخه به کوټلې دفاع کولى شي