VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

09 جنورۍ 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
امریکا :پاکستان کې دالقاعده مهم مشراسامه الکيني وژل شوى دى

09/01/2009

Pak US
امريکايي چارواکي وايي په پاکستان کې دالقاعده مهم مشر اسامه الکيني دخپل مرستيال شيخ احمد سليم سره دجنورۍ په لومړۍ نيټه  قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکو په يو بريد کې وژل شوي دى
امريکايي چارواکي وايي په پاکستان کې دالقاعده مهم مشر اسامه الکيني دخپل مرستيال شيخ احمد سليم سره دجنورۍ په لومړۍ نيټه  قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکو په يو بريد کې وژل شوي دى.

دترهه گرۍ دمخنيوي په هکله د امريکايي چارواکو وينا ده الکيني دکينيا اؤ شيخ احمد دسويډن اوسيدونکى وؤ.
دغه دواړه تندلاري دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په کاري کوټ سيمه کې دنوي کال ٢٠٠٩م په پيل کې دبې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکو لخوا د٥٠٠ پاونډ وزني ميزائيل په لگيدلو سره وژل شوي وؤ.
 په هاغه وخت دپاکستان يو استخباراتي چارواکي ويلي وؤ دنوي کال په لمړۍ ورځ جنوبي وزيرستان کې يو شکمنې امريکايي جاسوسي الوتکې ٣ بهرني جنگيالي وژلي دي.
 چارواکي په دې عقيده دي چې دالقاعده په مشرانو کې په ٨م نمبرشميرل کيدونکى اسامه الکيني دپاکستان پايه تخت اسلام اباد کې دتير کال ستمبر کې په ميرټ هوټل دترسره شوي بريد په گډون د نورو گڼو عملياتو په ترتيبولو کې ککړ وؤ.
دچارواکو وينا ده کيني دپاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې په ناکامه هڅو کې هم لاس لرلو چې وروسته هغه په يو بل بريد کې ووژل شوه.
دامريکا استخباراتي ادارې دتيرو ٢٠ؤ کلونو څخه دهغۀ دنيولو په هڅه کې وې اؤ وژل شوي دواړه دالقاعده مشرانو امريکا ته دزياتو مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل وؤ.
 سي ايي اى په جنوبي وزيرستان کې دترسره شوي ددغه بريد په هکله دتبصرې څخه انکار کوي خو يو چارواکي وويل دالقاعده دغه مشران دهوايي بريد لارې په هاغه ودانۍ کې وژل شوي وؤ چې دچاؤديدونکو موادو دانفجارروزنه پکې ورکول کيدله.
په پاکستان کې داگست دمياشتې څخه راپديخوا د٢٥ؤ څخه زيات دغه رقم بريدونه شوي چې له امله يې د٢٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي چې يو زيات شمير پکې دبهرنيو جنگيالو ښودل کيږي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
هيلري کلنټن :د اوباما حکومت به پاکستان اؤ افغانستان سره په گډه کار کوي
سوات:تندلاري دامنيتي پوستې مخې ته مورچه شوي دي
غزه کې د ډزبندی هڅې تراوسه ناکامه دي
هندي جنرال : پاکستان بیا پوځیان پرځایې کړې دي
د اسرایلي یرغل اودرولو لپاره بان کی مون سیمې ته روان دی
ډيوډ ملي بينډ: دممبۍ بريدونو کې دپاکستان رياست لاس نۀ لري
ډاکټر خان :القاعده سره يې دتړاؤتوطيې روانې دي
صدراعظم گيلاني : دهند په  بيانونو خواه نۀ بدوي
ميران شاه : تندرلارو دوه  وروڼه دمخبرۍ په تور وژلي دي
حامد کرزى :دترهگرو مخه بايد په گډه ونيول شي
غزه کې د وژل شوؤ فلسطنیانو شمېر٩٠٠ ؤ نه اوړیدلی دی
هنگو: فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ شمير٣٨ؤ ته رسيدلى دى
مومندايجنسي : جنگيالو بريد کې ٦ عسکر اؤ٤٠ تندلاري وژل شوي دي
هنگو: فرقه یزو نښتو کې ١١ کسان وژل شوي دي
جوزف بائيډن کابل ته رسيدلى دى
مشرف: امریکا سره په پاکستان دبريدونوتړون نۀ ؤ شوى
تندلارو په سوات کې تر اوسه  ١٥٢ پولیس وژلي دي  Audio Clip Available
امریکا :پاکستان کې دالقاعده مهم مشراسامه الکيني وژل شوى دى
اسرایل او حماس د امنیتي شورا ډزبندۍ غږ رد کړی
جوزف بائيډن:پاکستان اؤهنددې ترهگرپه گډه محکمې ته وړاندې کړي
صدراعظم گيلاني : په ختيځ پولی وضعه نازکه شوې ده
روسیه : یوکراین کې د پایپونو لپاره څارونکي غواړو
پاکستان : سختو امنيتي تدابيرو کې دعاشورې ورځ لمانځل شوې ده
عثمان د مسلمانانو پرضد امریکایي تصعب نه ټوکې جوړوي  Audio Clip Available
ناټو : ځانمرگي برید کې دوه عسکر هم وژل شوي دي
پرناب مکهرجي :اجمل قصاب پاکستانى منل دهند ددريځ پخلى دى
اسرایلي استازی د ډزبندۍ په پلان خبرو لپاره مصر ته تللی
گیلاني :- دراني د غېرزمه واره رویې له امله لرې شو
کرزى : دترهگرۍ ختمولو لپاره به د جرگې نظام گټور ثابت شي
بوش، اوبامه او پخواني جمهوررئیسان میلمانه کړی دي