|
کوئټه : دډزو له امله دډي ايس پي په گډون ٤ پوليسان وژل شوي دي
|
ډیوه ریډیو ډیوه ریډیو رپوټ
14/01/2009
|
|
دبلوچستان ايالت د سرښار دکوئټې په سرياب روډ
پر موټر سائيکل سپرو کسانو دپوليسانو پر ګاډي ډزې وکړې چې له امله يې
دډي ايس پي حسن علي په ګډون ٤ پوليسان وژل شوي اؤ ٢ نور ژوبل شوي ديدبلوچستان ايالت د سرښار دکوئټې په سرياب روډ پر موټر سائيکل سپرو کسانو دپوليسانو پر ګاډي ډزې وکړې چې له امله يې دډي ايس پي حسن علي په ګډون ٤ پوليسان وژل شوي اؤ ٢ نور ژوبل شوي دي. رپوټونه وایي د وژنې شاته فرقه ایز تاو تریخوالی موجود دی او زیاتوي وژل شوي پولیس شیعه مسلمانان وو. دوژل شوؤ پوليسانو دکورنيو غړو دګورنر هاؤس مخې ته پرلتونه ووهل. دغو پاريدلو کسانو ته دوينا په مهال دکوئټې کور کمانډر وويل ترهه ګر به دقانون منګلو ته وسپارل شي. دکوئټې ايي جي دوژل شوؤ پوليسانو دکورنيو لپاره ديو يو لک روپو دامداد اعلان هم وکړو. همدغه راز دسويي سيمې دبګټي کالونۍ په يو بازار کې دريموټ کنټرول بمي چاؤدنې له امله هم ١٢ کسان ټپيان شوي دي. په دغو ژوبل کسانو کې ٥ عسکر هم ښودل کيږي دغه بم پر موټر سائيکل ځايې پرځايې کړل شوى ؤ. په ژوبل کسانو کې هم ددريوؤ حالت مرګونى دى.
|
|
|