VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

14 جنورۍ 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
سوات:تندلاري دامنيتي پوستې مخې ته مورچه شوي دي

14/01/2009

[insert caption here]

دصوبه سرحد ناقراره سيمه سوات کې جنگيالو دامنيتي ځواکونو دامنيتي پوستې مخې ته مورچې جوړې کړي دي.

اؤ امنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال ٢ تندلاري وژلي اؤ يو بل کمانډر ژوبل شوى دى.
سرچينې وايي نن امنيتي ځواکونو دمنگلور څخه چارباغ ته تلونکودتندلارو په گاډو ډزې وکړې چې له امله يې ٢ تندلاري وژل شوي اؤدطالبانو کمانډر صديق چې په ابوزرمشهورد‌ى ټپي شوى دى.
همدغه راز دمينگورې سره نزدې دفضاء گټ امنيتي پوستې څخه امنيتي ځواکونو درې جنگيالي نيولي اؤ نامعلوم ځايې ته يې  بوتللي دي.
په سوات کې په چارباغ سيمه کې تندلارو دامنيتي ځواکونو دامنيتي پوستو پر وړاندې مورچې جوړې کړي دي چې له امله يې خلک دسختې ويرې ترهې سره مخ دي اؤ خلکو دسيمې څخه کډې بارول پيل کړي دي.
دکبل تحصيل ديولئ سيمې سره نزدې جنگيالو دامنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړو خو کومه ځاني مرگ ژوبله يې نۀ ده اړولې.
همدغه راز په کالام روډ هم دجنگيالو اؤ عسکرو ترمينځ تر ٢ؤ ساعتو دډزو تبادله شوې ده.
بل لوري ته دصوبه سرحد په کوهاټ سيمه کې هم پوليسو دورانکارو په ضد دعملياتو کولو په مهال ٣٩تندلاري نيولي اؤ دهغوي څخه يې وسلې اؤ نشه اي مواد هم ترلاسه کړي دي.
دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دعملياتو کولو په مهال ددوؤ ځايې کمانډرانو کورونه وران کړي ،١٦ شکمن کسان يې نيولي اؤ پاک افغان لويه لاره دترافيک په مخ په بشپړ ډول تړل شوې ده.
په سيمه کې بازارونه اؤ تعليمي ادارې تړل شوي اؤ دلنډي کوتل څخه شلمان اؤ تيراه ته تلونکې ټولې لارې تړل شوي دي.
بل لوري ته دپيښور پوليسو په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته  په سامان وړونکو کنټينرونو دپرله پسې بريدونو څخه وروسته دناټو دکنټينرونو داډو امنيت زيات سخت کړى دى اؤ په گزمو کې يې زياتوالى راوستى دى. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
هيلري کلنټن :د اوباما حکومت به پاکستان اؤ افغانستان سره په گډه کار کوي
سوات:تندلاري دامنيتي پوستې مخې ته مورچه شوي دي
غزه کې د ډزبندی هڅې تراوسه ناکامه دي
هندي جنرال : پاکستان بیا پوځیان پرځایې کړې دي
د اسرایلي یرغل اودرولو لپاره بان کی مون سیمې ته روان دی
ډيوډ ملي بينډ: دممبۍ بريدونو کې دپاکستان رياست لاس نۀ لري
ډاکټر خان :القاعده سره يې دتړاؤتوطيې روانې دي
صدراعظم گيلاني : دهند په  بيانونو خواه نۀ بدوي
ميران شاه : تندرلارو دوه  وروڼه دمخبرۍ په تور وژلي دي
حامد کرزى :دترهگرو مخه بايد په گډه ونيول شي
غزه کې د وژل شوؤ فلسطنیانو شمېر٩٠٠ ؤ نه اوړیدلی دی
هنگو: فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ شمير٣٨ؤ ته رسيدلى دى
مومندايجنسي : جنگيالو بريد کې ٦ عسکر اؤ٤٠ تندلاري وژل شوي دي
هنگو: فرقه یزو نښتو کې ١١ کسان وژل شوي دي
جوزف بائيډن کابل ته رسيدلى دى
مشرف: امریکا سره په پاکستان دبريدونوتړون نۀ ؤ شوى
تندلارو په سوات کې تر اوسه  ١٥٢ پولیس وژلي دي  Audio Clip Available
امریکا :پاکستان کې دالقاعده مهم مشراسامه الکيني وژل شوى دى
اسرایل او حماس د امنیتي شورا ډزبندۍ غږ رد کړی
جوزف بائيډن:پاکستان اؤهنددې ترهگرپه گډه محکمې ته وړاندې کړي
صدراعظم گيلاني : په ختيځ پولی وضعه نازکه شوې ده
روسیه : یوکراین کې د پایپونو لپاره څارونکي غواړو
پاکستان : سختو امنيتي تدابيرو کې دعاشورې ورځ لمانځل شوې ده
عثمان د مسلمانانو پرضد امریکایي تصعب نه ټوکې جوړوي  Audio Clip Available
ناټو : ځانمرگي برید کې دوه عسکر هم وژل شوي دي
پرناب مکهرجي :اجمل قصاب پاکستانى منل دهند ددريځ پخلى دى
اسرایلي استازی د ډزبندۍ په پلان خبرو لپاره مصر ته تللی
گیلاني :- دراني د غېرزمه واره رویې له امله لرې شو
کرزى : دترهگرۍ ختمولو لپاره به د جرگې نظام گټور ثابت شي
بوش، اوبامه او پخواني جمهوررئیسان میلمانه کړی دي