|
|
|
دپاکستان دټولټاکنو دکميسيون لخوا دجمهوررئيس په توگه داصف علي زرداري دغوره کيدو داعلان څخه وروسته دښاغلي زرداري دلوړې کولو لپاره تيارۍ پيل شوي دي ، اؤ پيپلز گوند هيله ښايي نوى جمهوررئيس به دنهې په ورځ دخپل منصب لوړه وکړي. |
|
|
په پاکستان کې دنوي جمهوررئيس دټاکنې دپاره درايې ورکولو عمل سرته رسيدلى دى اؤ دغير رسمي پائيلو له مخې دپيپلز گوند کانديد اصف علي زرداري په دروند اکثريت سره دپاکستان ١٤م جمهوررئيس غوره کړل شوى دى |
|
|
په پاکستان کې په ٦م ستمبر دجمهوري رياست کيدونکيو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دپاره دپيپلز گوند دمشر اصف علي زرداري ، دمسل ليگ(ن) دکانديد قاضي(ر) سعيدالزمان صديقي اؤ دمسلم ليگ(ق) دکانديد دټاکنې کاغذونه سم گرځول شوي دي |
|
|
دپاکستان دنوي جمهوررئيس دټاکنې دپاره دپيپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري ، دمسلم ليګ(ن)د کانديد قاضي(ر) سعيدالزمان صديقي اؤ دمسلم ليګ(ق) دمشاهد حسين سيد په گډون ګڼو کانديدانو د ټاکنې کاغذونه جمع کړي دي. |
|
|
پاکستان ایتلافي حکومت کې موجود مسلم لیگ نواز د حکومت نه دبیلیدو اعلان کړې دی. |
|
|
عوامي نيشنل گوند دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې دپيپلز گوند د گډ مشر اصف علي زرداري دملاتړ اعلان کړى دى. |
|
|
دپاکستان واکمن پيپلز گوند دپخواني صدراعظم ميا نواز شريف څخه د جمهوري رياست په ټولټاکنو کې داصف علي زرداري دملاتړ غوښتنه کړې ده خو ښاغلى شريف وايي ترڅو چې لرې کړل شوي قاضيان بيرته نۀ وي پځايې کړل شوي هغه په دغه هکله غوڅه خبره نۀ شي کولى. |
|
|
د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې شېرې رحمان نن د جمې په ورځ دپاکستان د راتونکي جمهوررئیس لپاره د پیپلز گونددشریک مشر اصف علی زرداري د نامې اعلان وکړو. |
|
دپاکستان د پخواني جمهوررئیس پرویز مشرف د استفا کیدو وروسته هم د واکمن ایتلاف دوه غټ گوندونو پیپلز او مسلم لیگ (ن) تر منځ د لر کړل شوو قاضیانو د بیا پرځایې کولو پر سر اختلافونه هغه شان موجود دي |
|
|
د پرویز مشرف لخوا د لر کړې شوو قاضیانو د بیا پرځایې کولو په اړه د واکمن ایتلاف مشران تر دې دمه کومې فېصلې ته رسیدلي نه دي. |
|
|
دپاکستان دټولټاکنو کميسيون دجمهوري رياست دټولټاکنو لپاره دمهال ويش اعلان کړى دى |
|
|
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن کنډولیزا رائیس ویلي جمهوررئیس پرویز مشرف د امریکا یو ښه ملگرې او د ترهگرۍ پرضد جگړه کې یو جدې ایتلافي وؤ. |
|
|
دپاکستان مستعفي شوى جمهوررئيس دپخوانيو پوځي واکمنو جنرال ضياء الحق اؤ جنرال ايوب خان څخه وروسته دريم پوځي مشر ؤ چې تر اوږدې مودې يې په هيواد واکمني وکړه. |
|
|
دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د ٩ کلنې واکمنۍ وروسته په هيواد کې دپيدا شوي سياسي کړکيچ له امله بالاخره دجمهوررئيس دمنصب څخه دمستعفي کيدو اعلان کړى دى |
|
|
د پاکستان په سیاسي کړکیچ کې د راگیر شوي جمهوررئیس مشرف ملگري و ایی د نوموړي د استفا لپاره کومې موافقې ته د رسیدو په لړ کې خبرې اترې روانې دي. |
|
|
د پاکستان د خپلواکۍ ٦١مې کلیزې د لمانځلو په وخت پاکستاني مشرانو په هیواد کې د سیاسي روغې جوړې لپاره غږ کړی دی. |
|
|
دصوبه سرحد اسمبلۍ دجمهوررئيس پرويز مشرف څخه دباور درايې اخستو پريکړه ليک يا قرارداد په دروند اکثريت سره منظور کړى دى. |
|
|
د پاکستان پنجاب ایالتی پارلمان په یو قرارداد کې جمهوررئیس پرویز مشرف نه غوښتنه کړې ده چې د باورتیا رایې دې ترلاسه کړي. |
|
|
د پاکستان قامي اسمبلۍ نن د جمهوررئیس پرویزمشرف د ممکنه مواخذې په لړ کې غونډه لري. داسې امکان دې چې اسمبلۍ به په په ننۍ غونډه کې د ښاغلي مشرف د مواخذې لپاره یو پریکړه لیک وړانې کوي. |
|
|
دپاکستان دجمهوررئيس پرويز مشرف دمواخذې کولو دپاره د واکمن ائتلاف قانوني کميټۍ په نننۍ غونډه کې دجمهوررئيس په ضد د تورونو لگولو په اتۀ نکته ايزه پاڼه(چارج شيټ) غور وکړل شو. |
|
|
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وایي چې د پاکستان واکمن ایتلاف لخوا د جمهوررئیس پرویز مشرف مواخذه کول د خلکو پام د اصلي ستونزو نه اړول دي. |
|
|
دواکمن ائتلاف لخوا دپاکستان دجمهوررئيس پرويز مشرف دمواخذې داعلان څخه وروسته پرويز مشرف دقامي اسمبلۍ غونډه داگست پر يوولسمه نيټه راغوښتي ده. |
|
|
د پاکستان د واکمن ایتلاف لخوا جمهوررئیس پرویز مشرف د مواخذې اعلان د وروسته د حکومت او جمهورریاستي ماڼی ترمنځ ښکاره جگړه پېل شوې ده. |
|
|
دپاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف د واک نه د لری کولو او دلری کړی شوؤ قاضیانو پرځایې کولو لپاره په ایتلافي حکومت کې شامل گوندونو ترمنځه خبرې اترې نن په دریمه ورځ هم دوام لري. |
|
|
دپاکستان پخوانى صدراعظم اؤدمسلم ليګ (ن)گوندمشرميانوازشريف او د پیپلز گوند مرستیال مشر اصف زرداري تر منځ په اسلام اباد کې یو مهم ملاقات روان دی. |
|
|
دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار ويلي دي دامريکا جمهوررئيس بوش دپاکستان داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي پر کار ناخوښي ښودلې ده. |
|
|
د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا گیلاني ویلي څوک هم منتخب حکومت ماتولی نه شي. |
|
|
|
|
|