VOA Deewa Radio ▪ وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع
فقط متن
د پنجاب اسمبلۍ ٣٢١ غړو قرارداد په حق کې او ٢٥ غړو په مخالفت کې رایې ورکړه.د پاکستان پنجاب ایالتی پارلمان په یو قرارداد کې جمهوررئیس پرویز مشرف نه غوښتنه کړې ده چې د باورتیا رایې دې ترلاسه کړي. د پنجاب اسمبلۍ ٣٢١ غړو قرارداد په حق کې او ٢٥ غړو په مخالفت کې رایې ورکړه. د پاکستان د اطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزيرې شيري رحمان ويلي دي دجمهوررئيس پرويز مشرف دمواخذې لپاره به دغه رنگه قرارداونه نورو صوبو کې هم وړاندې کولې شي. که څه هم پرویز مشرف د اساسي قانون تر مخه د دې خبرې پانبد نه دې چې د باورتیا رایې تر لاسه کړي خو په نوموړي باندې فشار زیاتولو لپاره واکمن ایتلاف دغه غوښتنه کوي. د پاکستان قامي اسمبلۍ هم نن غونډه کوي او پروز مشرف په مواخذې به بحث کولی شي. د پرویز مشرف ویاند ویلي دي نوموړې به استفا نه ورکوي او دمواخذې د تحریک به مقابله کوي.
دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی د چاپ دپاره