|
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني د قامي
سلامتیا لپاره خپل صلاح کار پخوانی جنرال محمود علې دراني په ذمه وارۍ کار
د نه کولو له امله د خپلې څوکۍ نه لرې کړی دی
|
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني د قامي سلامتیا لپاره خپل صلاح کار پخوانی جنرال محمود علې دراني په ذمه وارۍ کار د نه کولو له امله د خپلې څوکۍ نه لرې کړی دی.
د شورو په ورځ ښاغلي گیلاني د دفتر لخوا خپور کړی شوي یو بیان کې ویل شوي چې محمود علې دراني غیر ذمه واره رویه لرله او صدر اعظم او نور چارواکي به یې د قامې سلامتیا په اړه په باور کښې نه اخستل.
ښاغيې دراني تیر کال د اپریل په میاشت کې پخواني جمهوررئېس پرویز مشرف د صدر اعظم قامې سلامتیا مشاور ټاکلې وو.
ښاغلې دراني د پاکستان لخوا په امریکا کې د کال ٢٠٠٦م نه تر ٢٠٠٨م پورې د پاکستان سفیر هم پاتې شوې دې.