|
د اسرایلي یرغل اودرولو لپاره بان کی مون سیمې ته روان دی
|
ډیوه ریډیو ډیوه ریډیو رپوټ
13/01/2009
|
|
په غزه کې د حماس پرضد د اسرایلو یرغل کې تر اوسه د نهوسو نه زیات فلسطینان وژل شوي دي. غیر دولتي مرستندویه ادارې وایي په وژل شوو کې دریمه برخه د ماشومانو ده. په سیمه کې د سولې لپاره د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په داسې وخت کې رسیږي چې اسرایلي پوځ او ټانکونه د غزې ښار دننه برخو ته ورننوتی دي. نن سحر وختي هم اسرایلي الوتکو او توپخانو په ښار کې دننه بمونه غورزولي دي. اسرایل هڅه کوي د پوځي یرغل د لارې د حماس لخوا د راکټي بریدونو مخه ونسي. د اسرایلی یرغل پرضد تر ټولو زیات احتجاجونه په عربی نړۍ او د اروپا په ځینو ښارونو کې شوی دي. عرب مظاهره چیانو نن هم ځایې پرځایې احتجاج کړی او د یرغل د اودرولو غوښتنه یې کړی ده. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ډلې هم په غزه کې د اسرایلو دپوځي عملیاتو غندنه کړې ده. دغه ډله ۴٧ غړي لري او وایي اسرایلو د فلسطنیانو دبشری حقونو سرغړونه کړې ده. دغه رنگ دبخنې نړیوالې ادارې یا ایمنسټي انټرنیشنل یو استازوایي پیټر سپلېنټر ویلي په غزه کې بشري ناورین روان دی. د ثورصلیب نړیوالی کمیټۍ ویلی چې ٢٨ زره خلکو جگړې نه بچ کیدو لپاره خپلو کورونو نه عارضي پناه ځایونو ته کډې کړی دي. د سور صلیب بیانیه وایي جگړې کې هره ورځ د درې ساعتو دمې په وخت خلکو ته خوراکي څیزونو په لټون کې سختو ستونزو سره مخ وي.
|
|
|