One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / مصر د افغانستان او متحده...

مصر د افغانستان او متحده ایالاتو سره یوځای شو تر څو مورنی مصونیت لا ښه کاندی

د USAID د قابله وو د روزنی بریالی پروګرام  چی د افغانستان د نیمایی نه زیاتی قابله ګانی یی روزلی دی د هغه اعلان له کبله لا پسی پراخ شو چی د  مصر حکومت به د USAID سره یو ځای  دغه پروګرام ته  د یوی لا پرمختللی روزنی او یو علمی سیر لپاره مالی مرسته کوی. د ټول هیواد څخه به ۳۰ تنه با تجربه قابله ګانی په دغه دوه اونیزه پروګرام کی چی  د مصر په الکساندرا ښار کی په لاره اچول کیږی برخه اخلی.

سفیره میلانی ورویر چی د ښځو د نړیوالی مسالو لپاره د متحده ایالاتو سفیره ده نن د عامی روغتیا د سرپرستی وزیری  محترمه ثریا دلیل او د مصر سفیر ښاغلی کریم شرف سره یوځای د عامی روغتیا د وزارت په انګړکی د دغه پرمختللی روزنیز پروګرام اعلان و کړ.

په ۲۰۰۴ کال کی USAID د روغتیا وزارت سره مرسته وکړه ترڅو د قابله وو لپاره تعلیمی نصاب جوړکړی. کوم چی یو دوه کلن کورس دی او داسی جوړ شویدی چی کلیوالو ښځو ته د قابله ګی مسلکی مهارتونه ور زده کوی. تر نن ورځی پوری USAID په هیواد کی ۱۴۶۷ قابلی روزلی دی چی د ټول افغانستان د قابله وو ۵۵٪ جوړوی.  ددغه پروګرام فارغینی د فراغت نه وروسته بیرته خپلو کلو ته ځی چی هلته په روغتیایی مرکز کی په کار ګمارل کیږی.

سفیری وریر وویل” د قابله وو د روزنی څو پروګرامونه چی د امریکی د حکومت لخوا یی لګښت ورکول شوی وه په افغانی ښځو او د هغوی په روغتیا باندی یی ژور تاثیرات لرل . په دغه پروګرام کی د  مصر ونډه اخیستنه او د ښځو د روغتیا او پرمختیا  لپاره د سوزان مبارک مرکز جوړونه  دا نړیواله اړتیا څرګندوی چی د میندو د پاملرنی لپاره باید په نړیواله کچه چلند وشی‎”

د مصر سفیر ښاغلی شرف وویل " د مصر سفارت خوشحاله دی چی په ګډه سره  د همکاری ددغه دری اړخیزه پروګرام میزبانی وکړی او په الکساندرا کی د ښځو د روغیتا او پرمختیا لپاره د سوزان مبارک په مرکز کی افغانو قابه ووته لا پر مختللی روزنه برابره کړی. مصر افتخار کوی چی د افغانستان د خلکو د ښیګنی او د میندو د مصونیت او دماشوم د پاملرنی لپاره خپلی تجربی او بریالیتوبونه  شریک کړی."

د عامی روغتیا وزارت داسی اټکل کوی چی تر اوسه پوری په افغانستان کی ۲۴۰۰ قابلی روزل شویدی  چی په ۲۰۰۲ کال کی دغه شمیره ۴۳۶ ته رسیده. همدارنګه وزارت داسی اټکل کوی چی تر ۲۰۱۵ میلادی کال پوری ۱۰۰۰۰ (لس زره) نورو اضافی قابله ووته اړتیا ده ترڅو په هیواد کی د قابله وو اوسنی کمښت پوره شی او وشی کولای د قابلو لخوا د ولادتونو د شمیر تناسب چی د روغتیا نړیوال سازمان لخوا توصیه شوی دی لاس ته راوړی‎.

پدی پروګرام کی د افغان قابله وو د ټولنی یوی استازی او د بدخشان ولایت څخه یوی قابلی هم خبری وکړی  چی په پرمختللی روزنیز پروګرام او علمی سیر کی ډ ګډون لپاره ټاکل شوی وی ‎. 

Learn more: Gender & Participant Training | Health

About this activity: Health Service Support Project (HSSP)

Announcements

In The News