د پاکستان پولیسو ویلي دي چي د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کي چي هدف یې د طالبانو مخالفي ملیشې وې، اووه تنه ملیشې وژل شوي دي.
په کابل کې هم په لسکګونو تنو د ښځو د حقوقو فعالینو په همدې مناسبت په یوه لاریون کې چې د درالامان څخه د پارلمان تر ماڼۍ پوري تنظیم شوی وو، ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د تشدد د ختمیدو غږ پورته کړ.
په غزني ولايت کې ديوه بس موټرپه ټکر کې لس ګونومسافرو ته تلفات اوښتي دي. دغه ترافيکي پېښه دغزني په قرباغ والسوالۍ کې دکابل- کندهارد لويې لاري پرسررامنځ ته شوې ده . په پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي دي او۱۶ تنه نورټپیان شوي دي.
جمهوررئیس اوبا ما، د افغانستان په باب اعلان وکړ چې دهغو امرېکا یی عسکرو نېمايی برخه به چې همدا او س په افغانستان کې خدمت کوي، او شمېر تقرېبا ٣۴ زرو ته رسېږي، هغوي به دېوکال په موده کې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
د نړيوالو او سيمه ايزو خبرونو تلويزيوني خپرونه