One moment...

USAID | Afghanistan

From the American People

Home / Newsroom / Press Releases / د متحده ایالاتو او د...

د متحده ایالاتو او د افغان حکومت مامورینو د روغتیایی حسابونو ملی راپور وړاندی کړ

کابل، افغانستان / د ۲۰۱۱ کال  د اپریل د میاشتی ۱۷ نیټه – د امریکی د نړیوالی پرمختیایی اداری (USAID) مرستیال ښاغلی کیوین براونویل او د عامی روغتیا سرپرستی وزیری آغلی ثریا دلیل د امریکی د حکومت استازو ، د عامی روغتیا کارکوونکو، د روغتیا نړیوال سازمان او مرسته کوونکی ټولنی سره یو ځای نن په رسمی توګه د روغتیایی لګښتونو د ملی راپور د وړاندی کولو لمانځنه وکړه . د روغتیایی حسابونو ملی راپور یوه وسیله ده چی د هغی په ذریعه به د روغتیای لګښتونو پوری اړوند معلومات  را ټول او منظم شی او همدارنګه د روغتیایی  پالیسو او د روغتیایی پاملرنی ( مواظبت) د نظارت او ارزونو پایلی به هم ددی راپور به وسیله تحلیل او وارزول شی.

پدی غونډی کی د USAID مرستیال ښاغلی براونویل وویل" داچی افغانانو ته د قدرت د انتقال په لور روان یو نو دا ضروری ګڼل کیږی چی افغان حکومت باید د اړتیا وړ معلومات او وسایل ولری تر څو د یوه داسی روغتیایی پاملرنی د یو موثر او مناسب سیستم څخه ملاتړ وکړی او دوامداره یی وساتی چی د خپلو خلکو اړتیا وو ته ځواب ویلی وشی. د روغتیایی حسابونو د ملی راپور څخه د امریکی د حکومت ملاتړ د روغتیا له وزارت او د افغانستان له خلکو سره زمونږ د دوامداری همکاری یوه برخه ده ".

د NHA میتودولوجی د ۵۰ څخه د زیاتو هیوادونو لخوا چی لږ او یا متوسط عایدات لری کارول کیږی ترڅو د روغتیایی بودیجی په هکله د تصمیم نیونی په برخه کی مرسته وکړی او اساسی پوښتنو ته ځواب ووایی په شمول ددی چی څوک د روغتیای پاملرنی لپاره پیسی ورکوی، هره منبع څومره پیسی ورکوی، دغه پیسی چیری ځی، او ددی سرچینو لخوا د کومو خدمتونو څخه ملاتړ کیږی-. په داوړو هم دولتی او هم خصوصی سکتورونو کی .

د عامی روغتیا سرپرستی وزیری آغلی ثریا دلیل وویل” د روغتیایی حسابونو دغه لمړنی راپور په افغانستان کی د روغتیایی لګښتونو د یو بشپړ تصویر د منځته راوړلو په لور یو ستر قدم دی او له مونږ سره مرسته کوی چی د روغتیایی پاملرنی ښی پالیسی جوړی کړو چی دغه پالیسی به په کورنیو باندی د روغتیایی پاملرنی د لګښت بار کم کړی".

د امریکی نړیوالی پرمختیایی اداری د عامی روغتیا وزارت ته تخنیکی ملاتړ برابر کړیدی تر څو د روغتیایی حسابونو ملی راپور جوړکړی او دغه اداره د خپلی یوی پروژی له لاری چی د روغتیایی سیستمونو ۲۰/۲۰ پروژه نومیږی د روغتیایی پاملرنی د نورو مالی فعالیتونو څخه هم ملاتړ کوی.  

Learn more: Health

About this activity: Health Systems 20/20

Announcements

In The News