بدخشان، افغانستان / د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتی ۳۰ نیټه ـ د بدخشان ولایت والی او د ټولنی مشرانو د مارچ په ۳۰ نیټه د یو پرورګرام په اوږدو کی د پټی په پریکولو سره د هغه ۶۰ څراغونو لګاونه ولمانځله چی د سرک په اوږدو کی په بریالیتوب سره لګول شوی وه او د لمر له انرژی څخه خپله انرژی تر لاسه کوی. د سرک په اوږدو کی د څراغونو د لګولو پروژه چی د USAID لخوا د افغانستان لپاره د پاکی انرژی د پروژی په مالی مرسته ترسره شوه ددی ولایت لپاره لمړنی پروژه ده او د داسی یو ښار لپاره ضروری بريښنا برابروی چی د عمومی بريښنا سره وصل نده.
ددی پرورګرام لپاره د بدخشان والی او د فیض آباد ښاروال د سرک په اوږدو کی پیاد ه ولاړل پداسی حال کی چی د سرک د غاړی څراغونه یو په یو روښانه کیدل، د سیمی هټی والو او اوسیدونکو قدر دانی ښکاره کوله.
د لمریزو څراغونو پواسطه پدی وروستیو کی د تکمیل شوی کشم فیض آباد سرک د یوی برخی روښانه کول به د ډیزلو لپاره د فیض آباد د ښاروالی اړتیا کمه کړی چی پدی توګه به ددی د ښاروالی لګښت کم او د هوا کیفیت به هم ښه شی. د رڼا زیاتوالی به د جرمونو په کمولو کی هم مرسته وکړی ، د شپی لخوا به ترافیک او ترانسپورت آسانه شی، په ښار کی به د سرک په اوږدو کی د مارکیټ ( بازار) دوام زیات شی او د فیض آباد دخلکو لپاره به امنیت لا ښه شی.
د بدخشان والی ښاغلی ډاکټر شاولی ادیب وویل" د سرک په اوږدو کی د څراغونو لګول به په امنیت کی ښه والی راولی او د وسایطو د حادثاتو څخه به مخنیوی وکړی. دا ډول پروژی د فیض آباد په ښار ډیر ښه تاثیرات لری".
هریو ددی څراغونو څخه ۲۲۵ متره مربع ساحه روښانه کوی – او د سرک ، پیاده رو او د سیمی د هټیو د روښانه کولو لپاره کافی ده . دغه څراغونه ۳۰ واټه LED څراغونه دی او هر یو یی د دوه لمریزو تختو پواسطه روښانه کیږی چی د ورځی په اوږدو کی یوه غټه بطری چارچوی. کله چی لمر پریوځی دغه څراغونه په اتوماتیکه توګه روښانه کیږی او د راتلونکی ورځی تر لمر خاته پوری روښانه وی . کله چی وریځ وی نو دغه بطری ګانی کافی انرژی لری چی د دریو شپو لپاره دغه څراغونه روښانه وساتی. ددی سیستم ټول قیمتی وسایل لکه ـ تختی ، بطری، او څراغونه د ۱۲ متره اوږدو پایو په سرکی موقعیت لری ترڅو د تخریب او غلا کولو څخه وساتل شی. د سرک د غاړی دغه څراغونه به هټی وال وهڅوی چی د شپی لخوا تر ناوخته پوری هټی ګانی خلاصی وساتی او د جرمی فعالیتونو مخه به هم ونیسی.
ددی پروژی په بشپړیدو سره به د امریکی نړیواله پرمختیایی اداره USAID)) وشی کولای چی په بدخشان ، بامیان، هلمند، کابل، کندهار، خوست، نورستان، پکتیکا، ارزګان، او وردګو کی د سرک د غاړی ۴۸۰ لمریز څراغونه ولګوی . د سرک د غاړی د څراغونو د سیستم په هکله خلکو ډیره قدردانی او ښوښی ښکاره کړیده ځکه چی ددی له کبله به نوموړی ساحه محفوظه ، مصونه او با ثباته وی.
Lighting Up the Night in Feyzabad (Pashto)