اشنا ټلویزیون

ویډیو اشنا تلويزیون

د نړيوالو او سيمه ايزو خبرونو تلويزيوني خپرونه

ویډیو اشنا تلويزیون

د نړيوالو او سيمه ايزو خبرونو تلويزيوني خپرونه


Photos of the Day


نړۍ

بان کې مون: د سوریې حکومت او د امنیت شورا دې د سوریې د بحران د حلولو لپاره اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کې مون وايي چې سوریه «پخپله ځان تباه کوي.» هغه د سوریې په حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا غږ وکړ چې اقدام وکړي.
تفصیل...

پاپ بینیدیکټ خپله استعفی اعلان کړې

پاپ د دوشنبی په ورځ په یوه لیکل شوې وینا کې وویل چې دی به د فبرورۍ په ۲۸ استعفی وکړي. بینیډیکټ وویل چې دی ځکه استعفی کوي چې په تیرو څو میاشتو کې تر دې اندازې پوري کمزوری شویدی چې د ورسپارل شوي پاپ مقام په ښه شان سره سرته ني رسولی.
تفصیل...

کیري: ایران به پرې نږدو چې اټمي وسلې ترلاسه کړي

د امریکا د باندنیو وزیر جان کیري وویل چې امریکا اوس هم چمتو ده چې د ایران سره د ډیپلوماسۍ له لارې معامله وکړي خو نوموړي د ولسمشر بارک اوباما د حکومت دریځ یوځل بیا بیان کړ هغه دا چي د ایران د مخنیوي په خاطر چې دغه هیواد اټمي وسلو ته لاس رسی پیدا نکړي، پر ټولو لارو به غور وسي.
تفصیل...

گاونډي هیوادونه

په پاکستان کې ځانمرګو د بمونو چاودنې کړي

د پاکستان پولیسو ویلي دي چي د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کي چي هدف یې د طالبانو مخالفي ملیشې وې، اووه تنه ملیشې وژل شوي دي.
تفصیل...

د اروکزیوو په قبایلې سیمه کې چاودنه شوې

د پښتونخوا د اروکزیوو په قبایلي سیمې کې په یوې چاودنې کې لس کسان وژل شوي دي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. پیښه د کالایا په ښارګوتي کې شوې ده.
تفصیل...

کرزی او زرداري وايي په ۶ میاشتو کې افغانستان ته سوله راتلای سي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د هغه پاکستاني انډول اصف علي زرداري ژمنه کړې چې په شپږو میاشتو کې افغانستان سولی ته رسیدلی شي .
تفصیل...

امریکا

اوباما به په خپلې کلنۍ وینا کې په 2013 کال کې د افغانستان نه د 34,000 امریکايي عسکرو د ایستلو اعلان وکړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به په خپلې کلنۍ وینا کې اعلان وکړي چې د افغانستان نه به د روان کال په جریان کې څلورډیرښ زره عسکر راوباسي. دغه خبره د هغه د ادارې یوه جګپوړي چارواکي کړې ده. تفصیل...

اوباما به په خپلې کلنۍ وینا کې د اقتصاد او کارموندنې په اړه خبرې وکړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به نن ماښام د امریکا ملت ته خپله کلنۍ وینا واوروي. تمه ده چې اوباما به په دغه کلنۍ وینا کې چې د کانګریس د غړو مخې ته یې کوي د امریکا اقتصاد او په دغه هیواد کې کارموندنې ته توجه وکړي. تفصیل...

افغانستان

په کابل کې د ښځو د حقوقو لپاره میرمنو سوله ایز لاریون وکړ

په کابل کې هم په لسکګونو تنو د ښځو د حقوقو فعالینو په همدې مناسبت په یوه لاریون کې چې د درالامان څخه د پارلمان تر ماڼۍ پوري تنظیم شوی وو، ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د تشدد د ختمیدو غږ پورته کړ. تفصیل...

د کابل کندهار پر لویې لارې ټکر شوی په لسګونو تنه خلګ وژل شوي

په غزني ولايت کې ديوه بس موټرپه ټکر کې لس ګونومسافرو ته تلفات اوښتي دي. دغه ترافيکي پېښه دغزني په قرباغ والسوالۍ کې دکابل- کندهارد لويې لاري پرسررامنځ ته شوې ده . په پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي دي او۱۶ تنه نورټپیان شوي دي. تفصیل...

کاروان ټلویزیون

Loading
۱۲:۰۰:۰۰ / -:--:--
ډاونلوډ