دمورهیډ دانګلیسی ژبی روزنیز مرکزمشری افغانانو په غاړه وخایسته

2012/06/05 • Comments

راپور: په افغانستان کی دناټو روزنیزماموریت د عامه اړیکودفتر د اړیکو متخصص سکاټ ای بوچولز

 

 

 

 

کابل،افغانستان- د۲۰۱۲ کال دمي دمیاشتی په ۱۶ نیټه دمورهيډ دکمپ د انګلیسی ژبی روزنیز مرکز چارو د لیږونی ماموریت پای ته ورسیده، دیاد روزنیزمرکز دانګلیسی ژبی د زده کړی پروګرام چاری افغان چارواکوته وسپارل شوی.

دمورهیډ کمپ د انګلیسی ژبی روزنیز مرکز مشهور مرکزدی او دا لومړی ځل دی چی دیاد روزنیزمرکز ټولی چاری افغانانو ته سپارل کیږی.دامریکی دمتحده ایالاتو پوځی افسر ډګروال ډیویډ کومارپه یادو مرسموکی  وویل،” داسی فکر مه کوی ګواکی تاسی ټول کارونه بشپړ کړل. ددی پرځای تاسی ددی مهمی دندی څخه په کار اخیستوسره بیا خپل ځانونه پیاوړی، ژمنی ترسره او د لویو لاسته راوړنو په لور خپل ځانونو سره د سره فکر او غور وکړی.

همدارنګه، دمورهیډ کمپ د انګلیسی ژبی روزنیز مرکز د دندو بشپړیدل لومړی برخه وه چی ترسره شوه،  او د یاد روزنیز مرکزټولی چارو مسولیت یی افغانانو ته وسپارل شو.

دامریکی دمتحده ایالاتو پوځی ډګروال بیلی چی دځانګړی عملیاتی سلاکاری ډلی پخوانی مشر شا زیاتوی چی،” تاسی په خپله په بریالیتوب سره ډیره سخته دنده ترسره کړی، زه په تاسی ویاړم. ”مونږ ټول باید دلته په خپله ټول کارونه ترسره کړو خوتاسی لومړی کسان یاست چی زما تر قومندی لاندی ټولی دندی ترسره کړی. “

شاه زیاتوی چی،”لکه څنګه چی د ښوونی او روزنی مشرتوب په صداقت سره تخنیکی ملاتړ کوی، تاسی غوره ملاتړ ترسره کړی. تاسی ټولو دافغان ښوونکو په رامنځته کولوسره په کولتورکی مثبت بدلونونه رامنځته کړ او ددی وړتیا مو هم پیدا کړه چی په افغان پوځ کی پرته د امریکايي چارواکو له څارنی څخه پرته دانګلیسی ژبی ښوونی او روزنی ته دوام ورکړی. “

کمار دافغان ملی پوځ ډګروال ملیک ته د باز مجسمه د زده کوونکو  د درناوی او باورپه موخه چی دوی د ژبی پروګرام په سمه او بریالی توګه پرمخ بیایي د سوغات په توګه نومړی ته ورکړه.یاد سوغات د زغم، مهارتونو، په خپلو ښپو ودریدو او د کمانډو د ارزښتونو د ټولو څرنګوالی نماینده ګی کولوپه موخه د صبر او اوسیلی سمبول په څیر ټاکل شوی و. دافغان ملی پوځ ډګروال بسم الله وزیری   یو ژباړونکي له لاری وویل،” دری کاله وړاندی یاد کورس د مورهیډ په کمپ کی پیل شو، اوس مونږ په سلګونه شمیر افسران او سرتیری لرو چی په ښه توګه په انګلیسي ژبه خبری کوی. “

وزیری زیاتوی چی نه یواځی مونږ انګلیسی ژبه زده کوو چی دخپل هیواد او خلکو ملاتړ وکړو، مګرښای په راتلوونکی کی مونږ  کوم بل بهرنی هیواد ت ولاړشو، او مونږبه وکولای شو چی دنورو خلکوسره مرسته وکړو لکه په افغانستان کی چی بهرنیان میشت دی او افغانانو سره مرسته کوی. “

دامریکایی چار واکوڅخه افغان اداری ته د دی بهیر په نمونوی نښی په توګه د دمورهیډ دکمپ دانګلیسی ژبی ښوونځی دکتابونو دروانوکړنلاری د کاناډا هیواد څخه ډګرمن جین ګای لیوسکیو د یاد روزنیزمرکز څارونکي او داویستا علم کمپنی څخه ایمل سالارزی ته ورکړه.

سالار زی زیاتوی چی،” زه د امریکايی پوځیانو د مرستی څخه چی په تیریو دری کلونو کی مونږسره وکړی منندوی یم او درناوی کوم چی دوی د افغان کمانډو ته په امریکا کی د زده کړی زمینه برابره کړه. دوی به دامریکي څخه بیرته خپل هیواد ته راشی او خپل هیواد به آباد کړی. مونږ به د انګلیسی ژبی زده کړی ته د امریکایي سلاکارنودسلامشوری لاندی دوام ورکړو اوهغه موخی به ترلاسه کړی چی دوی طمه لر ی. زه دی ته چمتو یم چی ټولی اړیتاوی پوره کړم. “

دمورهيډ دکمپ د انګلیسی ژبی روزنیز مرکز یوتن ښوونکی برین مکال وویل،” د یاد پړاو د لیږد بهیر په سمه توګه ترسره شوی چی زه یي غوښتونکی وم، تړون لرونکی ښوونکی په یاد ښوونځی کی اوس روزنی په سمه توګه پرمخ ځی، دوی ډیر لیوال دی، په ډیسیپلین برابر او په خپلو زده کړوکی بریالی دی. مونږ ددی څخه خوند اخولو چی د زده کوونکو بریالیتوب وینو، زه پدی پوهیږم چی دوی به سخت کار وکړی ترڅو بریالیتوب ترلاسه کړی او خپلی دندی په غوره توګه ترسره کړی. “

هغه کس چی زما پرځای دیاد ښوونځی د چارو مسولیت په غاړه اخلی په سمه توګه روزل شوی او د یادی دندی لپاره یو ښه شخصیت دی. زه پدی آند یم چی هغه به په سمه توګه دنده ترسره کړی.

نوموړی زیاتوی چی، ”زما دخدت ترسره کولو د تیرکال په بهیرکی د کمانډو د فاراغت څخه لیدنه ډیره سوغت لرونکی تجربه وه.

دمورهيډ دکمپ د انګلیسی ژبی روزنیزمرکز اومیاشتنی کورس لرری چی کله زده کوونکی تری فاریغیږی نو باید۵۵ نمری ترلاسه کړي وی. که چیری دیاد مرکز زده کوونکی و غواړی چی د امریکي دمتحده ایالاتو د انګلیسی ژبی د دفاعی انستوت کی د انګلیسی ژبه زده کړی نو باید ۸۰ نمری ترلاسه کړی.

دمورهیډ کمپ د افغان ملی پوځ دکمانډو کنډکونو روزنی لپاره بسنټیزه مرکزدی. دمورهيډ د کمپ دکمانډ ځواکونو لومړی ټولګی د ۲۰۰۷کال د جولای په ۲۸ نیټه فارغ شو.

په افغانستان کی دناټو روزنیزماموریت د ۳۸ اتلافی ځواک څخه جوړ شوی چی دافغانستان اسلامی جمهوری دولت سره د افغان ملی امنیتی ځوا ک به غښتلوب او پیاوړتیاکی په دوامداره توګه مرسته کوی ترڅو افغان ځواک ددی وړتیا پیدا کړی چی د ۲۰۱۴ کال ترپایه د ټول هیواد امنیتي چارو مسولیت په غاړه واخلی. دلازیاتو معلوماتو په دترلاسه کولوپه موخه دغه ویب پاڼه وګوری www.ntm-a.com.

Category: Pashto

Comments (0)

Trackback URL | Comments RSS Feed

There are no comments yet. Why not be the first to speak your mind.

Go Ahead, Speak Your Mind

You must be logged in to post a comment.

Seo Packages