افغان مشرانو دافغان ملی پوځ راتلوونکی په موخه یولوړ رتبه افسر وټاکل

2012/05/29 • Comments

راپور: په افغانستان کی دناټو روزنیزماموریت د عامه اړیکو د دفتر ایریک لاک ووډ

 

 

 

 

دافغانستان د ملی دعاع  په وزرت کی دافغان ملی پوځ راتلوونکی په موخه یولوړ رتبه افسرټاکلو په موخه د یاد وزارت هیئت د نوماندو سره د مرکی پرمهال.

دافغانستان د ملی دعاع په وزرت کی دافغان ملی پوځ راتلوونکی په موخه یولوړ رتبه افسرټاکلو په موخه د یاد وزارت هیئت د نوماندو سره د مرکی پرمهال.

د اپریل دمیاشتی په ۱۹ نیټه دافغانستان د ملی دفاع په وزارت کی دافغانستان په تاریخ کی لومړی هیئت و  چی په یاد وزارت کی  د سرپرکمشر قدمدار د ټاکولوپه موخه سره راټول شوی و، یاد هیئت  به د افغان مشرانو لخوا دافغان ملی پوځ راتلوونکی په موخه یولوړ رتبه افسر وټاکي.

دافغانستان د ټول پوځ څخه ۱۴ نوماندان و چی خپل اسناد یي د ټاکنی هیئت ته ورکړی و او د هریوسره دیاد هیئت لخوا مرکه وشوه.

په افغانستان کی دناټو روزنیزماموریت په چوکاټ کی د اتلافی ځواک سلاکار بیلی جی. بلاکمان وویل،”یاده غونډه ډیره ګټوره وه ځکه چی د یاد بهیر معیاری و او ددی لپاره رامنځته شوی و چی څنګه باید په لاره اچول شوی وی. ”دی کار یو وړ او بنسټیزه سیستم رامنځته کړ چی دا یو روڼ او د یوالی د سوری لاندی یوسم سیستم دی. “

ټولو نوماندانو بیلا بیلی نظامی دندی ترسره کړی چی د دټیم مشری څخه تر د کنډک مشر، د ګارنیزون په کچه او د روزنیزه مرکزونو کی د جکړیزه رول په موخه دندی ترسره کړی وی. دغه بیلا بیلی دندی د یادي لوړرتبه دندي ګمارنی لپاره شرطونه وو چی هغه څوک چی یادی دندی لپاره ګمارل کیده ، دافغان ملی پوځ د مشرتوب په کچه به د سریترو استازی توب کوی.

د یادی ندی ګمارنی لپاره دغ شرطونه اړین و: په غوره توګه د دندو ترسره کونی شالید، مشرتوب، د دخدمت کولو وړتیا، څرګند پوځی شالید او ملکي ښوونه او روزنه، غوره اخلاق، غښتلی ارزښتونه، وفاداریو ډیسیپلین او داسی نور شامل و.

 د افغان ملی دفاع وزارت اوسنی سرپرقمشر قدمدار روشن وویل، چی یاد هیئت د غوره نوماند د لټون په حال کی ده. دسرپرکمشر قدمدار دنده د افغان ملی پوځ د لوی درستیز او د پوځ ترمنځ یو پول مانا ورکوی. ”دیاد ی دندی ګمارنی لپاره وړ او غوره کس ته اړتیا ده. “ 

یاد جوړ شوی هیئت ډیر ګټور و. نژادی چاری د پوځ په کولتور کی مهم رول لوبوی، نو دا حقیقت په پام کی نیول شوی و کله چی نوماندی ټاکل کیده.

نوموړی زیاتوی،” کله چی تاسی په هره سیمه کی د ځواک وړتیا وګوری، نوتاسی به د توزن غوښتوونکی شی. ” هیڅوک نه غواړی چی د هیئت ټول چارو واکی پښتانه وی او یا تاجک، ددی لپاره چی دوی په یو اړخیزه توګه نه شی کولای چی د پوځ استازی توب وکړی دوی به په هر کدم کی توزون په پام کی ونیسی.“

 یاد هیئت د نوماندو ټاکنی په بهیر کی نژاد پرستی نه کوی او یونژاد په پام کی هم نه نیسی دوی بی طرفه او عادلانه وی. د بیلګی په توګه، که چیری یو هزاره نوماند د هیئت خونی ته ورشی او وګوری چی ټول چارو واکی پښتانه دی نو دخفګان احساس به وکړی.

بلاکمون وویل،” یاد هیئت په ډاګه کړه چی کله یو نوماند داخل ته دآزموینی ورکونی په موخه د مرکی لپاره ننوزی ددی احساس ونه کړی چی ګواکی زه دخپل نژاد څخه استازی توب کوم. “

د یاد هیئت د پریکړی وروستی پایلی به د ۲۰۱۲کال د میی په میاشتی کی اعلان شی.

 په افغانستان کی دناټو روزنیزماموریت د ۳۸ اتلافی ځواک څخه جوړ شوی چی دافغانستان اسلامی جمهوری دولت سره د افغان ملی امنیتی ځوا ک به غښتلوب او پیاوړتیاکی په دوامداره توګه مرسته کوی ترڅو افغان ځواک ددی وړتیا پیدا کړی چی د ۲۰۱۴ کال ترپایه د ټول هیواد امنیتی چارو مسولیت په غاړه واخلی. دلازیاتو معلوماتو په خاطر دغه ویب پاڼه وګوری www.ntm-a.com.

Category: Pashto

Comments (0)

Trackback URL | Comments RSS Feed

There are no comments yet. Why not be the first to speak your mind.

Go Ahead, Speak Your Mind

You must be logged in to post a comment.

Seo Packages