افغان ملی امنیتی ځواکونه د ناچاودیدونکو توکو دخطرڅخه د دفاع په موخه تدریسی چاری پرمخ بیایي

2012/05/28 • Comments

 

 

 

 

دهیرو په کمپ کی د ماین خطر له منځه وړلو کورس په بهیر کی د افغان عامه نظم پولیس دخپلو همکارانو د خوندی ساتنی په موخه د ماین پاکولو الی څخه په کار اخیستوسره د ۳۶۰ درجی امنیت دلارښوونکی مشری کوی.

دهیرو په کمپ کی د ماین خطر له منځه وړلو کورس په بهیر کی د افغان عامه نظم پولیس دخپلو همکارانو د خوندی ساتنی په موخه د ماین پاکولو الی څخه په کار اخیستوسره د ۳۶۰ درجی امنیت دلارښوونکی مشری کوی.

د اتل  کمپ څخه دافغان ملی امنیتی ځواکونو د ماین پاکی زده کوونکي دماین پاکی دکورس چارواکوسره یوځای هغه چاودیدونکوتوکوپه کشف کی کار کوی چی لاپخواڅخه چاودیدونکی توکی د ناپاکیولاندی ځای پرځای شوی و. دافغان ملی پوځ او دیونیفورم ملی پولیسو د موټرو چار چاپره وګرځیدل چی په چټکی سره دیادی سیمی څخه ډاډ ترلاسه کړی چی ددوی نور ملګری په ډاډمنه فضاکی د موټرو څخه راښکته شی.

 دسهیل د سمیه ایزی قوماندانی د اتل کمپ څخه دافغان او د ضربتی ځواک  نړیوالو ځواکونو په ګډه د ماین د جګړی په ډګر کی د ماینو د خطرڅخه د ځان ژغورنی په موخه افغان ملی امنیتی ځواکونو وړیتاو ته پراختیا ورکوی ترڅو دوی وکولای شی چی ناچاودیدونکی توکی کشف او خونسا کړی.

د سهیل قوماندانی څخه د ضربتی ځواک د ماین پاکی مسول بنجمین بیک وویل،” دوی به د ماین پاکی چارواکو خالی ځایونه ډک کړی. “

نومړی زیاتوی چی دلته ۲۰ زده کوونکی په دری ډلو ویشل شوی، چی دوه یی افغانان دی او دوه یی استرالیان. د روزنیز مرکز د چاپریال سیموکی د څلور تنو زده کوونکو ګزمی ترسره کولی ترڅو ددی ډاډ ترلاسه کړی چی په یاده سیمه کی ۳۶۰درجی امنیت ټینګ کړی. دوه تنه زده کوونکی دافغان یونیفورم پولیس وو  چی دخپل ملګرو او دخپل ځان څخه د مخه یی دماین کشفکونکی حلی څخه په ځیرکی سره  کار اخیسته ترڅوددی ډاډ ترلاسه کړی چی دوی ناچاودیدونکی کشف او خونسا کړی.

بیک زیاتوی چی،” اوس دوی د عمومی لینونو رایستلو په موخه کارکوی، او دیوسیمی څخه د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کوی. “

کله چی دوی په سړک او یا په کوم غارسوری کی شکمن توکی پیداکړی چی ددوی ترمخه وی، نو زده کوونکی باید حتمی ددی ډاډ ترلاسه کړی چی دخپلو ملګرو او ډلی لپاره سیمه په غور سره وګوری چی کوم ناچاودیدونکی توکی په کی شته او کنه.

د افغان ملی پوځ د ۲۰۵ لمبرقول اردو د انجنیری ټولی دناچاودیدونکوتوکو دکشف، ښوونکی  بهادر وویل،”  دا سخته دنده ده ددی له خاطره چی که چیری دوی کومه غلطی وکړی نو ښایی دوی ته زیان ورسییږی. ”دوی باید د ډیری پاملرنی څخه کار واخلی ددی لپاره چی ، دا یوه خطرناکه دنده ده. “  

“بیک زیاته کړه چی” کله چی مونږ افغانستان ته راغلو نو مونږ پروګرام ولیدل چی دلته تری کار اخیستل کیده او مونږ پریکړه وکړه چی یاد پروګرام د نومبر په نیمایی کی له سره پیل کړو. لومړی ټولګی د ډیسمبر  په میاشت کی و. مونږ د یاد کورس زده کوونکو څخه ځنی کسان د ښوونکی په توګه په دندو وګمارل ترڅو دوی په خپله دیادکورس تدریسی چاری پرمخ  بوزی. “

 نومړی زیاتوی چی،” مونږ پدی باوریو چی د اوړی په وروستیوکی به دیاد کورس ټولی روزنیزی او ښوونیزه چاری د افغانانو لخوا پرمخ یوړل شی.د ناچاودیدونکو توکو  ته په سل متری کی ورتګ ممکن دی چی ، زده کوونکی کولایشی د ماین کشف کوونکی الی څخه په کاراخیستنی او په پاملرنی سره ورشی. کله چی لومړی زده کوونکی شکمن توکی ته ور ورسیده، نو  نوموړی په پاملرنی سره په هغه ځای کی کینی او ترشاه یی بل تن دهغه په خیټه باندی څملی ترڅو په غوره مهارت سره یاد توکی کشف او خونسا کړی.

 د ماین پاکی او کشفولو وسیلو څخه په کار اخیستوسره، نومړی ماین د معلومولو هڅه کوی ترڅو شکمن توکی په برش سره  پاکړی چی شمکن توکی په شګوسره وپوخی ترڅو معلوم شی چی دا یوشکن توکی دی.

د کندهار ولایت داتل په کمپ کی د ناچاودیدونکو توکو د خطر دمخنیوی کورس د روزنی په بهیر کی دافغان عامه نظم یوتن پولیس په شکمنه سیمه کی ناچاودیدونکی توکی د را ویستلو په موخه دهلوځلوپرمهال

د کندهار ولایت داتل په کمپ کی د ناچاودیدونکو توکو د خطر دمخنیوی کورس د روزنی په بهیر کی دافغان عامه نظم یوتن پولیس په شکمنه سیمه کی ناچاودیدونکی توکی د را ویستلو په موخه دهلوځلوپرمهال

دکشفولو پروسه ډیره اږده او پاملرنه غواړی. په پایله کی، هربرش چی تری کار اخیستل کیږی نارنجی رنګ سور رامنځته کوی ترڅو د ځمکی لاندی یاد شمکن توکی په نښه کړی.یوه بوشکه چی د سټیل څخه جوړه شوی وی او شل لیتره تیل پکی ځایږی په ځمکه کی ښخیږی ، دی ته چمتو وی چی د ډلی موټو راشی او ورباندی والوزی.

دمارکرو رنګه قلمونو باندی د ناچاودیدونکو توکی په نښه کوی او ورو ورو خپل ځان د نومړی توکی څخه د ماین پاکی ویسلی څخه په کاراخیستوسره خپل ملګروته راپور ورکوی .

بهادر وویل،” تیر وخت مونږ زیاتی ستونزی لرلی چی ځمکنی ماینونه کشف کړو. ” مګر اوس مونږ ډیر بریالی یو ځکه چی روزنی موترلاسه کړی. “زه اوس مسلکی یم. زما ملګری او همکارن هم مسلکیان دی. مونږ اوس د پخوا په شان مرګ ژوبلی سره نه مخا مخ کیږو. “

 یادی روزنی د افغانانو  د روزنی په موخه په لاره اچول شوی ترڅو دوی هغه شکمن او خطری شیان په نښه کړی چی نارمل ښکاری او پدی پوی شی چی څرنګه شکمن توکی کشف کړی، که چیری دوی په کوم ځای کی ورسره مخا شی. په هرځای کی د ماین پاکولو ډلی ډیر ځیرکه او پوی وی ځکه چی دوی ډیری خطرناکی دندی ترسره کوی. دماین پاکی ټول چارواکی د چاودیدونکو توکو دهغو ی دخطر په برخه کی زده کړی ترلاسه کړی. مګر دلته دهغو کسانو شمیر چی د خطر د مخنیوی چاری پرمخ بیایی کم دی.

 د یادی قول اردو شلم کمانډو کنډک یوتن زده کوونکي افسر قدرت الله وویل،” مونږ دوسلوالو طالبانو تکتیکونو په اړه زده کړی ترلاسه کړی چی دناچاودیدونکو توکوو عمومی لینونو، چی دلری واټن څخه یی تړی.. دا زمونږ لپاره ډیره مهمه ده . ”په تیر وخت کی به چی کله ماین پیدا کړ نو زه مسلکی انجنیر نه وم او په غوره توګه می خپله دنده نشوه ترسره کولی. مګر اوس زه مسلکی یم او خپلی دندی په سمه توګه ترسره کوم. “

 دضربتی ځواک دماین پاکی ، او افغان ملی پوځ سرتیری، دناچاودیدونکو توکو د کشف په موخه په ډیری پاملرنی سره ورنژدی کیږی او هغو نښو نښانی چی د ماین پاکلی ډلی له خوا په رنګه توګه ځای پرځای شوی کتنه کوی او په دقت سره سیمه څاری. د ورته پروسیجر په تعقیبولوسره، د ناچاودیدونکو توکو کشف کورس زده کوونکی دچاودیدونوکو ته مخامخ خپل ځانونه ځای پرځای کوی ترڅو شکمن توکی مخنیو ی وکړی. نوموړی د ماین د چاودولو لین او سی څلور وسیلی څخه کار اخلی چی ناچاودیدونکی توکی په خپل ځای کی ولوزویو ترڅو   نورو  چارواکوته ددی لار هواره شی چی خپلی دندی ترسره کړی.

 د یادی پروسی څخه وروسته ، نوموړی بیرته خپلی ډلی ته ورځی. کمانډو دچاودنی څخه وړاندی دری دقیقی وخت لری. د چاودنی ګرد زده کوونکو د د وی ښوونکوته ددی اجازه ورکوی چی پدی پوی شی چی ددوی د روزنی مشق بریالی و.

کله چی ټولی ډلی خپل مشق ترسره کړ، نو ددوی ښوونکی دوی په ټولګی کی سره یوځای کوی او د بیلابیلو ماینونو ، چاودیدونکو تو او راکټونو په اړه ورته بیلګی وړاندی کوی او همدارنګه دپوستروله لاری دوی د روزنی تخنیک او د ژوند په چاروکی ورته لارښوونی کوی. دلته ښوونکی د روزنی د وروستی اونی په، راتلوونکی آزموینی، د کورس څخه وروسته د ژوندانه او هغه څوک چی د خپلو روزونوبشپړیدو څخه وروسته بیرته دلته رشی او د ښوونکی په توګه دنده واخلی   خبری اتری وکړی.

بهادر وویل،” زه ډیر خوشاله یم. دا زمالپاره د خوښی شیبی وی. ”کله چی زده کوونکی د لومړی ځل لپاره دلته راغلل، دوی ماینونه او د ماین کشفولو الی نه پژاندی مګر اوس زه ګورم چی دوی په هرڅه باندی پوهیږی.

Category: Pashto

Comments (0)

Trackback URL | Comments RSS Feed

There are no comments yet. Why not be the first to speak your mind.

Go Ahead, Speak Your Mind

You must be logged in to post a comment.

Seo Packages