ورکول شوې جایزې
دعدالت لپاره دانعام پروگرام د ١٠٠ میلیونو ډالرو نه زیات انعام د ٦٠ تنو نه زیاتو هغو کسانو ته د داسې معلوماتو په بدل کې ورکړي دي چې دنړېوالو تروریستي اعمالو مخنېوی ئې کړی او یا ئې عدالت ته د داسی کسانو په سپارلو کې مرسته کړې چې د مخکینېو تروریستي اعمالو کی لتاړ وو.
ددغو معلوماتو په نتېجه کې دنورو ګڼو کسانو په جمله کې، دا لاندېني کسان هم عدالت ته سپارل شوي دي:
عدی حسېن
قصی حسېن
رمزی احمد ېوسف
مېر اېمل کانسی
همسېراجی ماروسی سالی
ټاټنگ کرافت هانو
محسن خََضر الخفجی
خامس سرحان المحمد
محمد ضمام عبدالرزاق السعدون
خدافی جنجلاني
ابو سلېمان
اېډگر نېوارو
هغه زړور کسان چې له معلوماتو سره را وړاندې کېږي هغوی دا مرسته هم کړې ده چې د تروریستي اعمالو مخه ېې نېولې ده او ېا ېې تروریستي حملې شنډې کړي دي:
- دفارس د خلېج د جنگ په وخت کې، دختېځې آسیا د یوهېواد یو زړور سړی چې د یو لړ تروریستی حملو په باب یې معلومات درلودل، مخ ته راغی او د پلان شویو تروریستي حملو حیرانوونکي معلومات ئې ورکړل. تروريستانو خپل اهداف ښه په غور کتلي اومعلوم کړي وو. اتومات وسلې، چاودیدونکي مواد او لاسي بمونه یې هم ورته برابر او راټول کړي وو. دغه مخبر سړی ېوازې ۴٨ساعته مخکې له دې چې د دغو پلان شویو حملو لومړئ حمله تر سره شي، د هغو په باب ئې معلومات راوړل. دا داسې معلومات و چی د تروریستانو دپلان په شنډولو کې ډېر موثر وو. دغه حملې شنډې شوې او دغه ځوان سړي ېو غټ انعام واخيست. دهغه کورنۍ یوه خوندي ځای ته انتقال او هلته ځای په ځای شوه. د دغو معلوماتو په ورکولو سره دغه سړي د سلگونو انسانانو ژوند هم له مرگه وژغوره.
- په یوه بله پېښه کې یوه ځوانه ښځه دهغو کسانو په برخه کې له معلوماتو سره راغله چې یوه الوتکه یې برمته کړې وه او سورلۍ یې په وحشیانه ډول وهلې وې. هغې وویل په دې برخه کې ډېر قوي احساس لري چې عدالت تامين شي. د برمته کوونکو مشر امريکا ته بیرته راوستل شو او د هوایي داړه مارۍ په جرم زندان ته وغورځول شو. دغې ځوانې ښځې ته د ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره انعام ورکړل شو.
- ېوې بلې ښځې چې د یوه امریکایې دېپلومات د وژلو وحشیانه صحنه یې لېدلې وه او د یوه خارجې پوهنتون شاگرده وه، مونږ ته یې معلومات راکړل. دهغې د معلوماتو له مخې هغه دوه حمله کوونکي په عمري قید محکوم شول. دغه شاگرده او دهغې کورنۍ یوه خوندي ځای ته بوتلل شول او یو غټ انعام ورکړل شو.