Skip Navigation.

د نړېوالې ترهگرۍ خلاف دمعلوماتو غوښتل

دپروگرام لنډه کتنه


دعدالت لپاره دانعام پروگرام دنړېوالې ترهگرۍ پر خلاف جگړې کې، د امرېکا دحکومت ېو ډیر ارزښتمن او ګټور پروگرام دی. دا پروگرام د ١٩٨۴ مېلادی کال د نړیوالې ترهګرۍ پرضد د مبارزې د قانون سره سم جوړ شوی دی چې د ٩٨ـ٥٣٣ نمبر عامه قانون په نامه یادیږي او دامریکا دخارجه وزارت ددیپلوماتیک امنیت د ادارې لخوا سمبالیږي

د دغه پروگرام له مخی، د امریکا خارجه وزیر ښايي د هغو معلوماتو په بدل کې انعام ورکول منظور کړي چې په مرسته یې هغه سړی ونیول شي او یا محکوم شي چې د امریکایي کسانو یا ملکیتونو پر خلاف، د نړېوالې ترهگرۍ عمل ترسره کوي، یا یې هڅه کوي او یا یې پلان جوړوي. دا انعام د داسې معلوماتو د ورکړې په بدل کې هم ورکول کېږی چې له مخې یې د دغه راز ورانکارې کړنې په هماغه سر کې شنډې شي یا د کوم مشهور تروریست ځای څرګند کړي او یا هم د ترهګرو مالی منابع گډې وډې شي.

که چیرې د امريکا خارجه وزير دا سلا وګڼله چې د ترهګرۍ سره د مبارزې یا د تروریستي عمل په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو دفاع ته لا ډیرې پیسې لازمې دي، نو دا صلاحيت لري چې خلکو ته د ٢٥ میلیونو ډالرو نه زیات انعام ورکړي.

له هغه وخت راهېسی چې دعدالت لپاره دانعام پروگرام په ١٩٨۴ مېلادي کال کې منځ ته راغلی دی، دامريکا د متحده ایالاتو دحکومت د بهرنیو چارو وزارت، تر شپیتو کسانو ډیرو خلکو ته، د ١٠٠ ملیونو ډالرو نه زیاتې پیسې انعام ورکړي دي. دغو کسانو داسی معلومات ورکړی و چې له مخې یې ترهگران ونیول شول او په زندان کې واچول شول او یا په ټوله نړۍ کې دهغوی دترهگریزو اعمالو مخه ونیول شوه. دغه پروگرام د یو نړېوال تروریست، رمزي بن یوسف په نېولو کې مهم نقش درلود. دغه سړی په ١٩٩٣ میلادي کال کې، په نړیوال سوداګریز مرکز کې د بم چولو په جرم تورن شوی و.

په داسې حال کې چې هغه قانون چې دعدالت لپاره دانعام د پروگرام لپاره جوړ شوی دی، د هغه ډول ترهگرۍ لپاره دی چې دامریکا خلاف وي خو متحده ایالات له هغو ملکونو سره هم معلومات شریکوي چې اتباع ېې دترهگری له خطر سره مخ وي. په دې توگه هر حکومت او هر تبعه دترهگریزو اعمالو د مخنیوي او محکمې ته دترهگرو د راکشولو مسوولیت لري.