Skip Navigation.

د نړېوالې ترهگرۍ خلاف دمعلوماتو غوښتل

د پان اېم پرواز ٧٣ په پاکستان کې دکراچی له ښارنه برمته شو. د ١٩٨٦ م کال د سېپتمبر په ٥مه .


دامرېکا خارجه وزارت پنځه میلیونه ډالره انعام دهغه معلوماتو لپاره چې ددغو دوه کسانو په سرهم اېښی دی چې ېا ونیول شی او یا محکوم شي. په دې دواړو کې یو ودود محمد حافظ الترکی، جمال سعید عبدالرحیم، محمد عبدالله خلېل حسېن الرحاېل او بل تن محمد احمد المنور دی. ټول په دې عقېد ه دی چې داکسان دابو ندال دتروریستی ډلی غړي دي.

په داسی حال کې د پان اېم الوتکی ٧٣ لمبره پرواز په مېدان کې و، تخمېنا د سهار په ٦ بجوېې هغه برمته کړله. دابو ندال ډلې غړېو دغه عملېات د ١٩٨٦ م کال د سپتمبر په ٥ مه پېل کړل. په دغه الوتکه کې ٣٧٩ مساپران او د الوتکی ماموران و. په دې جمله کې ٧٨ امرېکا ېان وو چې د الوتکی د برمته کېدلو په وخت کې په الوتکه کی سپاره و. برمته کوونکو الوتکه په خپله قبضه کې کړله. خو د الوتکی عمله وتښتېدله او الوتکه ېې په ځای پرېښودله. برمته کوونکو دالوتکی لپاره نوی عمله وغوښتله چې الوتکه قبرص ته پرواز وکړی. د برمتی په وخت کې هغوی ېو تن امرېکایی تبعه دالوتکی په دروازه کی وواژه. د الوتکی د برمته کیدو په جریان کی دهشتگرو یا ترهگرانو پر مساپرانو باندی ډزې پېل کړلی او لږ تر لږه شل تنه مساپران ېې ووژل. ترسلونه ز ېات ېې ښه کاري، زخمی کړل.

پاکستاني چارواکو څلور تنه مشکوک کسان، د پیښی په ځای توقېف کړل. وروسته ېې بېا پنځم مشکوک هم ونېو؛ هغه مرسته کړی وه چې الوتکه باندی برېد وکړی. دا پنځه واړه دهغو څلور تنو شکمنو په شمول په دې انعام کې شامل دی. هغوی په پاکستان محاکمه شول، محکوم شول او په زندان کې واچول شول.

د ٢٠٠١ م کال د سپتمبر په مېاشت کې د پاکستان چارواکو زید حسن عبداللطیف زعفرانی چې ددغو پنځو محکوم شویو تروریستانو په جمله کې و خوشې کړ. هغه بیا وروسته داف بي آی له خوا ونیول شو او دامریکا د متحده ایالاتو په یوې فډرالي محکمه کې محاکمه شو. د ډېسمبر په ١٦ مه په ٢٠٠٣ م کال کې زعفرانی په دې موافقه وکړله چې هغه مشروط پېشنهاد ومنی چې دامرېکا دعدلېې وزارت ورته کړی و. هغه د مې په ١٣مه په ٢٠٠٥ م کال کې په ١٦٠ کاله بند محکوم شو.

د ٢٠٠٨ مېلادی کال د جنوری په مېاشت کې ، هغه څلور ته برمته کوونکی چې په دې انعام کې شامل دی له پاکستان نه خوشې شول. ودود محمد حافظ الترکی ، جمال سعېد عبدالرحېم، محمد عبدالله خلیل حسین الرحایل او محمد احمد المنور، د واشنگټن ډي سي په یوې محکمی کې په دې تورن شول چې ددغې الوتکې په برمته کولو کې یې لاس درلود، دغه کسان تراوسه پورې آزاد گرځي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره، د فراري تروریستانو په اړه پاڼه وگورئ

ودود محمد حافظ الترکي

محمد احمد المنور

محمد عبدالله ، خلېل حسېن الرحاېل

جمال سعېد ، عبدالرحېم