Skip Navigation.

د نړېوالې ترهگرۍ خلاف دمعلوماتو غوښتل

د ١٩٨٨ کال د ډېسېمبر په ٢١مه د سکاتلند په لاکربی کې د پان اېم ١٠٣ لمبر پرواز کې بمونه وچاودیدل


د ١٩٨٨ د ډېسمبر په ٢١مه باندی دامرېکا د پان اېم هواېې شرکت په ١٠٣ لمبر پرواز کی وچاودېده. ٧۴٧ بوئېنگ الوتکه له لندن نه د هېترو له هوایی مېدان د جې اف کې مېدان ته په نېوېارک کې روانه وه. ېوشلخی جوړ شوی بم چا په سامان کې پټ اېښی و. په دغه چادونه کې ټول ٢٥٩ مساپران، دالوتکی عمله او ېوولس کسان په زمکه باندی د سکاتلند په لاکربی کې مړه شول. په دې جمله کې ١٨٩ امرېکاېان وو. دغه حمله د لېبېا د حکومت د اېجنټانو په واسطه شوې وه.

د ١٩٩١ کال د نومبر په ١٣مه د لېبېا د حکومت اېجنت عبدالباسط علی محمد المقراحي او الامېن خلېفه فحیمه له نوروسره ېوځای په واشنګټن دي سي کې محکمی ته د غټ منصفه هېت په مخکی ‍حاضر کړی شول. په دې جرم چې هغوی دامرېکا ملکی الوتکه خرابوله او امرېکاېان ېې وژل. په بله ورځ دمحکمی له خوانه اعلان وشو چې المقراحي په سکاتلند کې د قتل په جرم او دسېسه محکوم شوی دی. د جنوری په ٣١مه په ٢٠٠١ کال کې عبدالباسط علی محمد المقراحي دهغو ٢٧٠کسانو دمرگ له امله محکوم شو. په دې محکمه کې د سکاتلند درې قاضېان شامل وو. دهغه پر بل ملگری امېن خلېفه فحیمه چې د همکاری شک کېده، هغه بری الذمه وگڼل شو. او طرابلس ته ولېږل شو.

المغراهی په ٢٧ کاله بند محکوم شو. د المقراحي د استېنا ف د غوښتنی درخواست د مارچ په ١۴مه په ٢٠٠٢ کال کې د پنځو قاضېانو له خوانه ردشو. هغه د اوروپا د بشری حقوقو محکمی ته ېو درخواست لېږلی و هغه د ٢٠٠٣ کال د جولای په مېاشت کی دمنلو وړ ونه بلل شو. هغه سکاتلند ته ولېږل شو چې خپله سزا تېره کړي.

د ٢٠٠٣ کال د سپتمبر په مېاشت کې المقراحي د سکاتلند د جناېې دعوو د کمېسېون لپاره د کتنی درخواست وکړ چې د هغه په محکمه دې کته وشی او دهغه دعوه دې د ستری محکمی ته د تازه درخواست لپاره وړاندی شی. دغه خواست لاځنډېدلی و چې د ٢٠٠٨ م کال د سپتمبر په مېاشت کې د المقراحي کتنه وشوه او هغه د پروستات سرطان درلود. د اگست په ٢٠مه په ٢٠٠٩ م کال د زندان ډاکټرانو ووېل چې هغه به درې مېاشتی ژوندی وی. المقراحي خپل خواست له منظورېدلو نه مخکی خارج کړ. خو د سکاتلند کابېنی د ترحم پر بنا هغه خوشی کړ. المقراحي له لسو کلونو نه زېاته موده په بند کې تېره کړله. او بېا خوشی شو. گومان کېږی چې فهېم او المقراحي لاتراوسه په طرابلس کې دی.

دالمقراحي او فهېم په برخه کې داگومان دی چې هغوی داکار ېوازې نه و کړ چی بم الوتکی ته د ١٠٣ م پرواز ته وخېزوی. دامرېکا خارجه وزارت ۴ ملېونه ډالره انعام هغه چاته ورکوی چې هغه کسان په گوته کړی چې ددغی پېښی چی ٢٧٠ کسان کی ووژل شول مسوول دی.