جنگي جنایات
francais english kiSwahili lingala
دامریکا متحده ایالاتو دهغو جنایت کارانو د نیولو او له هغوی سره د حساب او کتاب کولو د مسئلې ملاتړ کړی دی، چې په جدي ډول یې په ١٩٩۴ میلادی کال کې د روانډا په قتل عام کې له نړېوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې ده. د دغې عام وژنې څو مهم کسان چې د روانډا لپاره نړېوالې محکمې یا (ICTR) دهغوی د احضارولو حکم کړېدی تراوسه پورې آزاد گرځي. دامریکا حکومت د هغوی دنیولو په هڅوکې بیا له سره عدالت ته د روانډا په عامه وژنه کې د تورنو کسانو د راکاږلو لپاره د انعام پروگرام پیل کړی چې هغه فراریان پېدا کړي چې د (ICTR) محکمې دهغوی دنیولو حکم صادر کړی دی.
دامریکا متحده ایالاتو، د نړېوالې جنایي محکمې چې پخوانۍ یوگوسلاویا (ICTY), لپاره جوړه شوې وه، ملاتړ کړی دی. دغه محکمه دهغو جنایت کارانو د نیولو او له هغوی سره دحساب او کتاب کولو لپاره جوړه شوې وه چې دنړېوال بشري قانون نه ېې په جدي ډول سر غړونې کړې وې او په پخوانۍ یوگوسلاویا کې یې د ١٩٩١ ميلادي کال راهیسي داسرغړونې کړې وې. څو کسان ددغی محکمی (ICTY) په واسطه راغوښتل شوی وو خو تراوسه پورې ندی نېول شوی. دامرېکا دعدالت لپاره دانعام پروگرام ددغو پرارېانو د نېولو لپاره دمعلوماتو په مقابل کې ترپنځو میلېونو ډالرو پورې انعام ورکوی.