Skip Navigation.

د نړېوالې ترهگرۍ خلاف دمعلوماتو غوښتل

هغه پوښتنی چې څو څو ځلي شوي دي


آیا تاسې د عدالت لپاره دانعام ېا آر اېف جې په باب معلومات ورکولی شئ؟

د آر اېف جې RFJ پروگرام څومره موثر دی؟

تاسې د انعام ورکولو اندازه په څه ډول اعلانوئ؟

د انعام د ورکولو په برخه کې کوم معلومات خپروئ؟

آیا تاسې د کوم انعام د ورکولو په باب خاص تفصیلات خپرولی شئ؟

که چېرې تاسې د انعامونو په برخه کې په عمومی ډول تفصیلات نشئ خپرولی، نو څنگه به مونږ ډاډه شو چې تاسی یقیناٌ انعام ورکړی دی؟

کوم ډول معلومات د انعام وړ گڼل کېږي؟ تاسې په کوم ډول معلوماتو پسی لټه کوئ ؟

که چېرې یو څوک خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړي او د یوه ترهگر په برخه کې معلومات وکړي او وروسته ورته معلومه شی چې خپل ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی، آیا د عدالت لپاره د انعام پروگرام هغه/هغې ته امنېت برابرولی شي؟

افرادو ته پېسې څنگه ورکول کېږي؟

د انعام د پیسو اندازه څنگه ټاکل کېږي؟

آیا تاسې د عدالت لپاره د انعام د پیسو په باب تفصیلي معلومات ورکولی شئ؟

د انعام ورکولو د اعلان په سبب، آیا تاسې هغه کسان نه تشوېقوئ چې د جنایت کارانو په نیولو پسې گرځي؟

Has RFJ ever taken someone off the Rewards for Justice list? If so, who and why?

که زه وغواړم چې معلومات درکړم نو اول له چا سره رابطه ټېنگه کړم؟

زه غواړم چې له تاسې نه اجازه وغواړم چې هغه مواد چې ستاسې په وېب پاڼه کې دي، هغه په خپلو لیکنو او خپرونو کې وکاروم. ...

آیا تاسې د عدالت لپاره دانعام ېا آر اېف جې په باب معلومات ورکولی شئ؟

دعدالت لپاره انعام (‏‏(‎ RFJ‏ یا د خارجه وزارت د ترهگرئ ضد اعمالو د انعامونو پروگرام اداره په ١٩٨۴ ميلادي کې دهغه قانون سره سمه تاسیس شوه چې له نړېوال تروریزم سره مبارزه وکړي. د حکومت د دغه قانون د سند لمبر (‏‏(‎ 98-533 ‏‏ دی او د یو اس سي ٢٢ لمبره او ٢٧٠٨ یې رمزي نوم دی. دا قانون د امریکا د خارجه وزارت د دیپلوماتیک امنیت د ادارې له خوا تعمیل کېږي. دعدالت لپاره د انعام پروگرام مقصد او موخه داده چې نړېوال ترهگران عدالت ته راکش کړي. دامرېکاییانو او د امریکا د ملکیتونو پر خلاف د نړېوال ترهگریزو اعمالو مخنېوی وکړي. د دغه پروگرام سره سم، د امریکا د خارجه چارو وزیر ښایې د داسې معلوماتو لپاره انعامونه وټاکي چې دهغو په واسطه یا کوم ترهگر ونیول شي او یا محاکمه شي. په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې یا د ترهگرۍ پلان جوړوي او یا د ترهګریزو اعمالو د ترسره کولو هڅه کوي او یا هم دامريکایي اتباعو او د امريکا د ملکیتونو خلاف کوم ترهګریز عمل ترسره کوي. دا معلومات باید اول د دغه راز اعمالو مخنیوی وکړي او مونږ ته داسې لارښوونه وکړي چې دترهگرو د یوه مهم مشر د پیدا کولو سبب شي او یا د ترهگرۍ د مالي نظام د خرابېدو سبب شي.

دعدالت لپاره د انعام اداره په خپله وېبپاڼه کې د خپلو هغو مامورانو دنومونو لېست خوندي ساتلی دی چې اوس برحاله دي. ددغې وېب پانې پته داده : www.rewardsforjustice.net دعدالت لپاره د انعام د پروگرام زیاتره انعامونه تر پنځو میلیونو ډالرو پورې دي. خو سره له دې هم د انعام اندازه له یومیلیون نه ښکته هم کیدلی شي او تر پنځه ویشت میلیونو پورې هم رسېدلی شي. پردې سر بېره د عدالت لپاره دانعام پروگرام داسې انعامونه هم ورکولی شي چې تردې مخکې پرې انعام نه وي ورکول شوی. خو شرایط یې باید مناسب وي.

د عدالت لپاره دانعام پروگرام له پېل راهېسی تراوسه پورې ١٠٠ میلېونه ډالره تر ٦٠ نه زېاتو کسانو ته ورکړي دي. او دا پیسې په داسې معلوماتو ورکول شوي دي چې نړېوال تروريستي اعمال یې شنډ کړي دي. او یا یې دا مرسته کړیده چې هغه دهشتگر یا تروریستان عدالت ته راکش کړي چې د ترهگرۍ په مخکېنېو اعمالو کې لتاړ وو.

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ

د آر اېف جې RFJ پروگرام څومره موثر دی؟

د عدالت لپاره د انعام پروگرام په اړه ېو شمېر منابعو داسې معلومات راوړي دي چې یا یې د امریکا خلاف د ترهگرۍ مخه نیولې ده او ېا یې له دې سره مرسته کړېده چې دامریکا د گټو خلاف د نړېوالې ترهگرۍ اعمال شنډ شوي دي او د دنیا ډیر بد نام تروریستان یې عدالت ته کش کړیدی. ددغو هلو ځلو له امله د بې شمېره بې گناهو خلکو ژوند خوندي پاتې شوی دی.

د مثال په توگه په عراق کې د صدام حسین د زامنو عدي حسین او قصی حسین پر سر باندی د انعامونو له اعلان نه اتلس ورځی وروسته، یو څوک راغی او دهغوی داستوگنې د ځای په باب یې معلومات راوړل. یوه بله پېښه چې کامیابي یې ډېره مشهوره ده هغه د رمزي یوسف نیول کیدل دي. رمزي يوسف هغه سړی دی چې په ١٩٩٣ مېلادي کال کې په بمونو باندی د نړېوال تجارتی مرکز په چاودونو کې لتاړ و. دهغه د اوسېدلو ځای په ١٩٩٥ مېلادي کال کې هغه وخت معلوم شو چې یو څوک په خپله راغی او معلومات یې د عدالت لپاره انعام پروگرام ته ورکړل. دغه سړی شخصاٌ دغه پروگرام ته ورغلی و.

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ

تاسې د انعام ورکولو اندازه په څه ډول اعلانوئ؟

د عدالت لپاره دانعام له وېب پانی نه علاوه مونږ له پوسترونو، د گوگړو په قوطېو، او د داسی اعلانونو له لارې چې په راډېو او اخبارونو کې کېږی او انټرنېټ نه د معلوماتو دخپرولو لپاره کار اخلو. ددې ترڅنگ مونږ له نورو مناسبو لارو چارونه هم کار اخلو چې دهغو په واسط هغه ترورویستان چې پر امریکا د حملو مسوولیت لري، عدالت ته وسپارل شي.

د انعام د ورکولو په برخه کې کوم معلومات خپروئ؟

ددې پروگرام یو مهم خصوصېت دا دی چې مونږ داخبره یقیني کوو چې هغه څوک چې زمونږ دانعام ورکولو پروگرام ته معلومات راکوي، د هغه نوم او معلومات په کلکه محرم وساتو. تردې لاهم مهمه خبره داده چې مونږ دهغو کسانو نومونه نه څرگندوو چې د انعام پېسی یې اخېستي دي. معمولاٌ داهم نه څرگندوو چې انعام ورکړل شوی دی. په یو شمېر داسې قضایاو کې چې اهمېت یې ډېر اوچت وي، مونږ به د انعام د ورکولو اعلان وکړو خو دا معلومات به ورنکړو چې چا څه معلومات راکړي او یا یې څه ویلي وو.

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ

آیا تاسې د کوم انعام د ورکولو په باب خاص تفصیلات خپرولی شئ؟

تراوسه پورې تر ټولو غټی پېسی دېرش میلېونه ډالره وې چې هغه چاته ورکړل شوي چې دهغه د معلوماتو پر بنا، د ‏عدی حسين او قصی حسين د پټیدو ځایونه وموندل شول.

په فیلیپین کې د عدالت لپاره د انعام ورکولو څلور ښکاره مراسم تر سره شوي دي. تر ټولو تازه مراسم په ٢٠٠٧ میلادي کال کې د جون په اوومه نېټه ترسره شول او په دغو مراسمو کې ټول انعامونه لس میلیونو ډالرو ته رسېدل. له کوم وخت راهېسی چې دا پروگرام پېل شوی دی دا تر ټولو زېاتې پېسې وې چې په فېلېپېن کې تراوسه پورې ورکړل شوي دي.

که چېرې تاسې د انعامونو په برخه کې په عمومی ډول تفصیلات نشئ خپرولی، نو څنگه به مونږ ډاډه شو چې تاسی یقیناٌ انعام ورکړی دی؟

لکه څنگه چې مخکی ېادونه وشوه، دعدالت لپاره دانعام پروگرام په ځېنی وختونو کې د ځېنی ډېرو معتبرو او مهمو انعامونو دورکولو په باب، یو څه محدود اعلانونه کوي. مونږ دامریکا کانگرس ته هم یو محرمانه رپوټ وروسته له هغه نه ورلېږو چې دانعام پېسی چاته ورکړل شي.

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ

کوم ډول معلومات د انعام وړ گڼل کېږي؟ تاسې په کوم ډول معلوماتو پسی لټه کوئ ؟

هر څوک چې مونږ ته داسې معلومات راکړي چې د هغه پر اساس مونږ داسې عملیات وکړای شو چې یا له دې سره مرسته وکړي چې دترهگرۍ مخه ونیسي او یا د نړېوالې ترهگرۍ ستونزه په مناسب ډول حل کړي، نو هغه سړی دانعام مستحق دی. که دغه ترهګریز اعمال د نړۍ په هر گوټ کې دامريکا پر خلاف کېږي او هرڅوک چې مونږ ته د پورتنېو ذکر شوو شراېطو سره برابر معلومات راکړي، نو هغه د انعام مستحق دی.

د مثال په توگه که چېرې یو ترهگر یا د ترهگرۍ په پلان جوړولو کې لتاړ وي او د پلان په عملي کولو لگېا وي او دترهگرۍ دا پلان د امریکاییانو او یا د امريکا د شتمنېو او ملکیتونو خلاف وي او د چا د معلوماتو پر بنا دا ترهگر یا ونیول شي او یا محاکمه شي، نو دا معلومات ورکوونکی به دانعام مستحق وي.

پر دې سر بېره، هر هغه څوک چې د ترهگرو د کوم مهم مشر دهویت او یا استوگنځای په باب معلومات ولري او یا د کومې نړېوالې ترهگرۍ موسسې په باب معلومات ولري او هغه معلومات مونږ ته راکړي نو هغه به د انعام لپاره مستحق وي. د هغو کسانو په برخه کې د معلوماتو ورکولو لپاره هم انعام ورکول کېږي چې هغوی د مخدره موادو قاچاق کوي او یا د نړېوالې ترهگرۍ د عملیاتو لپاره مالي مرستې برابروي. یا د هغوی لپاره پیسې ټولوي چې دترهگرۍ موسسې پرې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او یا یې ملاتړ وکړي.

خو سره له دې هم دهغو قوانینو پر بنا چې دغه پروگرام پرې چلېږی، دامريکا ایالتي او یا ځايې او یا خارجي حکومتي ماموران په عمومی ډول د دې مستحق نه دي چې انعام واخلي. که څه هم هغوی داسې معلومات برابر کړي چې هغه یې په رسمي وخت کې نه دي پېدا کړي.

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ

که چېرې یو څوک خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړي او د یوه ترهگر په برخه کې معلومات وکړي او وروسته ورته معلومه شی چې خپل ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی، آیا د عدالت لپاره د انعام پروگرام هغه/هغې ته امنېت برابرولی شي؟

لکه څنگه چې پاس پرې بحث وشو د عدالت لپاره دانعام په پروگرام کې محرمیت یا د راز ساتنه یوه بنیادي او اساسي خبره ده. دا پروگرام په ټينگه د هغو کسانو هویت د یوه راز په توگه پټ ساتي چې مونږ ته د یوه انعام په مقابل کې معلومات راکوي او دا چې چا ته د انعام پېسې ورکول کېږي. پردی سر بېره، دمعلوماتو ورکوونکي ته او یا دهغه یا هغې کورنۍ ته ښايي د دې زمینه برابره کړای شي چې بل خوندي ځای ته انتقال شي. خو د دې خبرو فیصله به د هرې قضیې د نوعیت په نظر کې نیولو سره وشي.

افرادو ته پېسې څنگه ورکول کېږي؟

د هر انعام د ورکولو او اندازې فیصله د هماغې قضيې په نظر کې نیولو سره کېږي. د انعام دورکولو بهیر په لاندې ډول دي:

اول خو چې څوک د انعام لپاره مستحق گڼل کېږي، دهغه په باب پرېکړه به دامریکا د تحقیقاتو اداره لکه د دفاع وزارت او یا دفدرالي تحقیقاتو اداره FBI یا په خارج کې دامریکا سفارت کوي. اوله به په دغو ادارو کې یوه د انعام لپاره څوک وټاکي. وروسته به په دغه اداره کې دننه یوه کمیټه د دغې پرېکړې په باب د نورو معلوماتو ارزونه کوي. که چېرې دا کمیټه دې نتېجې ته ورسېږي چې دا سړی د انعام مستحق دی، نو بیا سپارښتنه کوي چې خارجه وزیر دې دغه انعام منظور کړي.

ددغې کمیټې سپارښتنه خارجه وزیر په دې نه مکلفوي چې حتماٌ به دا کار کوي. د خارجه چارو وزیر په دې برخه کې بشپړ اختیار لري چې دا ټاکل شوی انعام منظور کړي او که نه. هغه د قانون په چوکاټ کې د انعام اندازه بدلولی شي.

که چېرې په کومه موضوع کې د فدرالي جنایي قانون د صلاحیت مسئله موجوده وي، نو خارجه وزير به له دې نه مخکې چې هغه ته پیسې ورکړي، د لوی څارنوال د نظر او توافق پوښتنه کوي.

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ

د انعام د پیسو اندازه څنگه ټاکل کېږي؟

د انعام د ورکولو او تادیه کولو اندازه په څو عواملو پوره اړه لري. په دې کې دا عامل هم شامل دی چې د تروریست لخوا هغه ته څومره خطر متوجه دی. خو عوامل په دې پورې محدود نه دي. د خطر یا ژوبليدو شدت څومره دی یا دامریکا یو شخص او ملکیت ته ‏خطر څومره دی. د ورکړل شویو معلوماتو ارزښت څومره دی. د هغه ‏خطر اندازه چې د معلوماتو ورکوونکي او ېا د هغه او هغې کورنی ته متوجه دی. وروستی خبره دا ده چې د معلوماتو ورکوونکی ترکومی اندازې پورې په تحقیقاتو کې او یا محاکمه کې همکاري کوي.

Has RFJ ever taken someone off the Rewards for Justice list? If so, who and why?

Yes, the Rewards for Justice program has removed various suspects from its list over the years, including Baitullah Mehsud, Bali bomber Dulmatin, Usama bin Ladin, Atiyah Abd al-Rahman, and Fazul Abdullah Mohammed. Suspects may be removed from the RFJ list for a variety of reasons, including when they are taken into custody by law enforcement or security forces, or are confirmed dead by an official authoritative source.

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ

آیا تاسې د عدالت لپاره د انعام د پیسو په باب تفصیلي معلومات ورکولی شئ؟

هغه انعامونه چې د عدالت د تامين لپاره ورکول کېږي، د هغو بودجه غیر حکومتي او غیر انتفاعی ده چې لمبر ېې ‏‏‎‏٥٠١ ‏)‎ ‏( c ‏‏)‎‏‎٣ (‎دی. هغه خیریه موسسې چې یواخېنۍ اړېکې یې د امریکا د خارجه وزارت د عدالت لپاره د انعام له پروگرام سره په دې خاطر دی چې شخصي پېسې او اعانې پدې مقصد راټولې کړي چې د هغو دهشتگرو او تروریستانو د تشخیص او نیولو لپاره ترېنه کار واخېستل شي چې په امريکا کې دننه او بهر فعالیت کوي. د عدالت د تامين لپاره د انعام، د پروگرام بودجه د یو شمېر امریکایې اتباعو له خوا برابرېږي او اداره کېږي. دغې ډلې د ٢٠٠١ مېلادي کال د سپتمبر له یوولسمې نېټې له تروريستي حملو نه لنډ وخت وروسته له خارجه وزارت سره اړیکې ټېنگې کړي او د دې خبرې منظوري يې ترېنه وغوښتله چې له عامو خلکو نه د اعانې په ډول پېسې راټولې کړي. دغه بودجه دعدالت د تامین لپاره د انعام پروگرام ته جاېزه برابروې. په دې برخه کې نورې پوښتنی د دغې وېبپاڼی www.rewardsfund.org نه کېدلی شی.

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ

د انعام ورکولو د اعلان په سبب، آیا تاسې هغه کسان نه تشوېقوئ چې د جنایت کارانو په نیولو پسې گرځي؟

مونږ هغه شخصي او غیر حکومتي اشخاص بالکل نه تشویقوو چې د پیسو لپاره د تروريستانو په نیولو پسې وگرځي. د دې په ځای د عدالت د تامين لپاره د انعام پروگرام داسی معلوماتو ته انعام ورکوي چې د حکومت له چارواکو سره مرسته وکړي چې د دغسی کسانو ځايونه معلوم کړي او توقیف يي کړي او سزا ورکړي.

که زه وغواړم چې معلومات درکړم نو اول له چا سره رابطه ټېنگه کړم؟

هغه کسان چې معلومات لري، پکار ده چې هغوی د خپلو امنيتی چارو سېمه ئېزه اداره خبره کړي. دغه ادارې معمولاٌ د امريکا کومې قونسلگرۍ او یا سفارت ته نېژدی وي. یا دې د فدرالي پولېسو اداره خبره کړي او یا دې په دې نومره معلومات ورکړی:

د لېک لېږلو پته : RFJ Washington D.C. 20522-0303, USA په لاندېنۍ شمېره باندی وړیا ټېلېفون کولی شئ: 1-800-US-REWARDS Email: RFJ@state.gov

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ

زه غواړم چې له تاسې نه اجازه وغواړم چې هغه مواد چې ستاسې په وېب پاڼه کې دي، هغه په خپلو لیکنو او خپرونو کې وکاروم.

ترهغه وخته پورې چې د خپرولو حق محفوظ ساتل شوی نه وي او اشاره ورته شوې نه وي، دا معلومات د عامو خلکو په اختیار کې دي. نو کېدلی شی چې دا معلومات RFJ له اجازې نه پرته بیا خلکو ته چاپ شي او یا په کوم بل ډول استعمال شي. زمونږ غوښتنه داده چې RFJ تاسې د دغو معلوماتو د اصلي سرچینې په توگه یاده کړئ. دا به مناسبه وي چې په دې برخه کې تاسې دمعلوماتو، یا دعکس او یا لېکوال د نوم حواله هغه چاته ورکړئ چې ورپورې منسوب وي.

که چېرې پر یوه عکس باندی د چاپ د حق د خوندی ساتلو حواله موجوده وی او په نورو موادو باندی داسی کومه نښه وی نو پکارده چې ددې موادو د بېا خپرونې لپاره له اصلي منبع نه اجازه واخېستل شي. پردی سربېره تاسې باید په دې خبر واوسي چې،‏‏ 18 U.S.C. 713 ‏‏ ‎ لمبر جنايي قانون د امريکا د متحده ایالاتو د ستر نښان د استعمال مخنیوی کوي او هغه د ځېنی خاصو شرایطو سره په دغه څانگه کې ‏ذکر شوی دی. په همدې اساس مونږ سپارښتنه کوو چې تاسې مخکې له دېنه چې دغه ستر نښان استعمال کړئ، له قونسل سره سلا مشوره وکړئ.

بېرته پاس ولاړ شئ | دلته پټ معلومات ورکړئ