Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

10 جنوري 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
پیټریس: د افغانستان په اړه له ایران سره خبرې کوو

09/01/2009

General David Petraeus receives award from US Secretary of State Condoleezza Rice
جنرال پټریس له میرمن رایس سره
په منځني ختیځ او مرکزي آسیا کې د امریکايي قواوو قوماندان وايي چې د افغانستان او عراق د ستونزو په هکله امکان لري چې د ایران سره خبرې وشي.

جنرال پیتریس وویل چی ځینی ایرانی عناصر شاید بیا هم په افغانستان او عراق کی د پخوا په شان خپلو لاس وهنو ته ادامه ورکړی.

جنرال پیتریس زیاتوی چی د دی سره سره چی ایران په دی ملکونو کی لانجی جوړوی، د اټومی پروگرام په سر یی لانجه پرته ده او د بشر حقوق نه مراعات کوی ،خو ایران او امریکا مشترکی منافع لری په تیره د افغانستان د حالاتو په هکله.

هغه وویل: "په دی کی هیڅ شک نشته چی مشترک هدفونه موجود دی چی زما په نظر هیڅوک تری سترگی نشی پټولی او هغه دادی چی ایران په افغانستان کی د مخدره موادو د قاچاق له امله اندیښنه لری او هغوی نه غواړی چی په افغانستان کی سنی بنیادگران او تندروان بیا په افغانستان کی حاکم شی".

جنرال پیترس زیاته کړه چی ایران غواړی خپل تولیدات افغانستان ته صادر کړی،خو هغه خبرداری ورکړ چی په ایران کی ځینی زورور واکمنان شاید بل ډول نظر ولری.

هغه وويل: "د دی خبری په کولو سره زه په دی باور لرم چی په ایران کی داسی عناصر شته چی غواړی د اییتلاف او افغانی قواوو لپاره ستونزی ایجاد کړی".

دغه جنرال همداشان وویل چی د ده په گمان د ایران او عراق ترمینځ مشترکی منافع موجودی دی.

هغه وایی یوه تجارتی موضوع ده بله د ایرانیانو لپاره په عراق کی زیارتونه دی چی هغوی غواړی دغو زیارتونو ته ولاړ شی.

160_Iran_us_flags_xeno_eng_
او هغه وایی گمان کوم چی ایران له هغه وروسته چی ویی نه شو کولای چی د امریکا او عراق ترمینځ په نوی امنیتی تړون کی خنډ واچوی او بل دا چی په واشنگټن کی په دی لسو راتلونکو ورځو کی نوی حکومت مینځ ته راځی ،نو ایران غواړی چی د عراق په هکلهپه خپله پالیسی له سره غور وکړی.

جنرال پیتریس وویل چی د یاغیانو پرخلاف کوم پلانونه چی ده په عراق کی په دی تیرو دوو کالونو کی عملی کړی هغه به اوس په افغانستان کی پلی کړی اوهغه داد ی چی د خلکو د امنیت ټینگ شی ، د ملکی او امنیتی پروژوکارونه پیل شیاو په عین وخت کی د امریکا او نورو انډیوالو ملکونوهلې ځلېمنسجمی شي.

خو هغه دا هم وویل چی دغه دوه ملکونه ډیر سره توپیر لری او باید متفاوت چلند ورسره وشی.

هغه وویلیوه کار چی په عراق کی ښه نتیجه ورکړه چید جمعی په ورځ به په افغانستان کی هم پری خبری وکړو او هغه داسی ده چی خلک به د خپل کور کلی نه خپلهدفاع کوی چی په عراق کی ورته محلی متعهده کلیوال یا د عراق بچیان وایي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه