|
د مریکا جمهوررئېس جارج بوش د امریکا نوی ټاکل
شوې جمهوررئېس براک اوبامه او د هیواد هغه پخواني جمهوررئېسان څوک چې تر
دا وخت ژوتدې دې د شورو په ورځ د غرمې په ډوډۍ را بللي دي |
د مریکا جمهوررئېس جارج بوش د امریکا نوی ټاکل شوې جمهوررئېس براک اوبامه او د هیواد هغه پخواني جمهوررئېسان څوک چې تر دا وخت ژوتدې دې د شورو په ورځ د غرمې په ډوډۍ را بللي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ډانا پرېنو وویل چې دا یوه تارېخې غونډه ځکه چې په تېرو ٢٥ کالونو نه زیات وخت کښې به دا لومړې ځل وې چې ټول جمهوررئېسان به په گډه سپینه ماڼۍ کښې کښیني.
هغې وویل چې د ډوډۍ نه وړاندې به براک اوبامه او جارج بوش خپل منځ کښې تر نیم ساعته پورې ویني چې په ممکنه توگه په منځنی ختیځ او د امریکې په کړکیچنې اقتصادې وضعه خبرې اترې وکړې.
د امریکا اوسني جمهوررئېس پلاراو پخوانی جمهوررئېس جارج اېچ ډبلیو بوش او نور پخوانې جمهوررئېسان جمې کارټر او بل کلنټن به په سپینه ماڼۍ کښې د جارج بوش د غرمې په ډوډۍ مېلمانه وي.
د څلورم نومبر ټول ټاکنې گټلوڅو ورځې ورسته، براک اوبامه جا رج بوش سره لیدل کتل کړي وؤ.
د واړه مشران ټیلی فون باندې هم وخت په وخت خبرې اترې کوي.
د امریکا نوی ټاکل شوی جمهوررئیس براک اوبامه به د امریکا د ۴۴م جمهورئیس په توگه په شلمه جنورۍ څوگند پورته کوي. ښاغلی اوبامه د امریکا لومړی تورپوستکې جمهوررئیس دی.