VOA Deewa Radio ▪ وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع
فقط متن
دافغانستان پولې ته څيرمه دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې امريکايي جاسوسي الوتکو دميزائيلو يو بل بريد کړى دى چې پکې 6 کسان وژل شوي اؤ ٩ نور ژوبل شوي ديدافغانستان پولې ته څيرمه دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې امريکايي جاسوسي الوتکو دميزائيلو يو بل بريد کړى دى چې پکې 6 کسان وژل شوي اؤ ٩ نور ژوبل شوي دي.دسرچينو له مخې دغه بريد دنهې اؤ شورو په مينځ شپه شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کې امريکايي جاسوسي الوتکو په يو کورکړى دىجاسوسي الوتکوپه دغه کور دوه ميزائل داغلي دي چې غږيې ترلرې اوريدل شوى دىسرچينې وايي کوم کور چې دبريد لاندې راغلى دى په هغې کې غيرملکيان راټول شوي وؤ.اؤپه وژل شوؤکې هم غيرملکيان شامل دي دسيمې څخه ځينوسرچينوډيوه راډيوته وويل په بريدکې ٩کسان وژل شوي دي اؤپه ژوبلوکې هم دځينوحالت مرگونى دى چې له دغه امله دمړوشميرکې داضافې انديښنه شتهدغه پيښه وروسته لۀ هغې رامينځته شوې ده چې دنهې په ورځ دافغانستان دپولې سره نزدې په خوشحالي طوري نومې کلي کې ځايې قبائيلو اؤ پاکستاني پوځ په دريوؤ امريکايي جاسوسي الوتکو ډزې وکړې اؤ هغه يې دپاکستان په هوايي حد کې دگرځيدو څخه په شا وتمبولې.دپاکستان حکومت اؤ پوځ دامريکا دجاسوسي الوتکو لخوا دپاکستان په قبائيلي سيمه دکيدونکيو بريدونو څو څو کرته په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ ويلي يې دي پخپله خاوره به بهرني بريدونه ونۀ زغمي.خو دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس تيره ورځ ويلي وؤ امريکا دنړيوالو قوانينو لاندې حق لري ترڅو دپاکستان په سيمه کې دهاغه ترهه گرو ځالې په نخښه کړي چې افغانستان ته دامريکايي اؤ نورو ائتلافي ځواکونو په وژنې پسې رااوړي.
دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی د چاپ دپاره