VOA Deewa Radio▪وی او اې ډيوه ريډیو د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

08 جنورۍ 2009 

د نن ورځ په وې او اې کې:

په ۴٥ ژبوو کې خبرونه
پاکستان : سختو امنيتي تدابيرو کې دعاشورې ورځ لمانځل شوې ده

08/01/2009

Mourners attending main procession of Muharram in Islamabad-Jan 07-2008
نن دصوبه سرحد اؤ پيوست قبائيلي سيمو په ګډون پاکستان، افغانستان، ايران، عراق اؤ دنړۍ يو شمير نورو هيوادونو کې دعاشورې ورځ په مذهبي درناوي اؤ عقيدت سره لمانځل کيږي
نن دصوبه سرحد اؤ پيوست قبائيلي سيمو په ګډون پاکستان، افغانستان، ايران، عراق اؤ دنړۍ يو شمير نورو هيوادونو کې دعاشورې ورځ په مذهبي درناوي اؤ عقيدت سره لمانځل کيږي.

په پاکستان اؤ ځانګړي ډول سرحد ايالت کې ددغه ورځې دلمانځل کيدو په مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ، ځايې پځايې دپوځ اؤ پوليسو دګزمو ترڅنګ الوتکو په هوا کې الوتنې کولې اؤ وضعيت يې څارلو.
په قبائيلي سيمه هنګو کې دعاشورې په مهال ګرځ بنديز پځايې کړل شوى ؤ اؤ هيچا ته بازارونو ته دراوتلو اجازه نۀ ورکړل کيدله.
دعاشورې په ورځ دصوبه سرحد اؤ پاکستان دنورو ايالتونو دبيلا بيلو ښارونو څخه دشيعه مسلک مسلمانانو دذوالجناح، اؤ علم جلوسونه وويستل اؤ ماتميانو ځانونه په زنځيرونو ووهل.
Security Personnel on duty of Muharram Procession
دمحرم الحرام په مهال دڅه قسمه بدې پيښې دمخنيوي دپاره حکومت کلک امنيتي ګامونه اخستي اؤ
سږ کال نۀ يواځې په قبائيلي سيمو اؤ صوبه سرحد بلکې په سندهـ، بلوچستان اؤ پنجاب ايالتونو کې هم دمحرم الحرام په مهال دڅه قسمه بدې پيښې دمخنيوي دپاره حکومت کلک امنيتي ګامونه اخستي اؤ دعاشورې په ورځ دشيعه مسلک دوګړودماتمي جلوسونو ټولې لارې په بشپړ ډول تړل شوې وې.

نن به دجلوسونو تر ختميدو وروسته دشيعه مسلک وګړي په بيلا بيلو امام باړو کې د”شام غريبان“ په نوم ماتمي دستورې هم کوي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوی
Print This Article د چاپ لپاره
  مهم خبر

  نور رپو ټونه
هيلري کلنټن :د اوباما حکومت به پاکستان اؤ افغانستان سره په گډه کار کوي
سوات:تندلاري دامنيتي پوستې مخې ته مورچه شوي دي
غزه کې د ډزبندی هڅې تراوسه ناکامه دي
هندي جنرال : پاکستان بیا پوځیان پرځایې کړې دي
د اسرایلي یرغل اودرولو لپاره بان کی مون سیمې ته روان دی
ډيوډ ملي بينډ: دممبۍ بريدونو کې دپاکستان رياست لاس نۀ لري
ډاکټر خان :القاعده سره يې دتړاؤتوطيې روانې دي
صدراعظم گيلاني : دهند په  بيانونو خواه نۀ بدوي
ميران شاه : تندرلارو دوه  وروڼه دمخبرۍ په تور وژلي دي
حامد کرزى :دترهگرو مخه بايد په گډه ونيول شي
غزه کې د وژل شوؤ فلسطنیانو شمېر٩٠٠ ؤ نه اوړیدلی دی
هنگو: فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ شمير٣٨ؤ ته رسيدلى دى
مومندايجنسي : جنگيالو بريد کې ٦ عسکر اؤ٤٠ تندلاري وژل شوي دي
هنگو: فرقه یزو نښتو کې ١١ کسان وژل شوي دي
جوزف بائيډن کابل ته رسيدلى دى
مشرف: امریکا سره په پاکستان دبريدونوتړون نۀ ؤ شوى
تندلارو په سوات کې تر اوسه  ١٥٢ پولیس وژلي دي  Audio Clip Available
امریکا :پاکستان کې دالقاعده مهم مشراسامه الکيني وژل شوى دى
اسرایل او حماس د امنیتي شورا ډزبندۍ غږ رد کړی
جوزف بائيډن:پاکستان اؤهنددې ترهگرپه گډه محکمې ته وړاندې کړي
صدراعظم گيلاني : په ختيځ پولی وضعه نازکه شوې ده
روسیه : یوکراین کې د پایپونو لپاره څارونکي غواړو
پاکستان : سختو امنيتي تدابيرو کې دعاشورې ورځ لمانځل شوې ده
عثمان د مسلمانانو پرضد امریکایي تصعب نه ټوکې جوړوي  Audio Clip Available
ناټو : ځانمرگي برید کې دوه عسکر هم وژل شوي دي
پرناب مکهرجي :اجمل قصاب پاکستانى منل دهند ددريځ پخلى دى
اسرایلي استازی د ډزبندۍ په پلان خبرو لپاره مصر ته تللی
گیلاني :- دراني د غېرزمه واره رویې له امله لرې شو
کرزى : دترهگرۍ ختمولو لپاره به د جرگې نظام گټور ثابت شي
بوش، اوبامه او پخواني جمهوررئیسان میلمانه کړی دي