|
دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي وايي
دپاکستان لخوا دممبۍ په ترهه گريزو پيښو کې ژوندى نيول شوى تن اجمل قصاب
پاکستانى منل دهند ددريځ پخلى دى |
دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي وايي دپاکستان لخوا دممبۍ په ترهه گريزو پيښو کې ژوندى نيول شوى تن اجمل قصاب پاکستانى منل دهند ددريځ پخلى دى.
نن په چينئ کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ښاغلي مکهرجي وويل هغوي ته اجمل قصاب په ډاگه کړې ده چې دکوم ځايې دى ،روزنه يې چرته اخستې اؤ ملاتړي يې چرته پټ دي، خوپاکستان په دغه هکله دتضادښکار دى.
دهند دبهرنيو چارو وزير دغه څرگندونې وروسته له هغې کړي چې تيره ورځ دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني خپل دملي سلامتۍ صلاح کار محمودعلي دراني له دې امله له خپلې دندې گوښه کړى ؤ چې هغه يو هندي ټي وي ته په مرکه کې ويلي وؤ اجمل قصاب دپاکستان سره تړاؤ لري.
همدغه راز پرون دپاکستان داطلاعاتو وزيرې اؤ دبهرنيو چارو دفتر هم منلې وه چې اجمل قصاب پاکستانى دى خو دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ، صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ نورو لوړپوړو چارواکو وخت په وخت دا ادعاوې رد کړي دي چې گنې دممبۍ په پيښو کې ژوندى نيول شوى ترهه گر پاکستانى دى.
سرچينې وايي دپاکستان دصدراعظم دملي سلامتۍ په هکله دمشاور محمودعلي دراني دگوښه کولو راپديخوا دپاکستان حکومت په دننه توگه دسخت کړکيچ سره مخ شوى دى ، ولې چې گوښه کړل شوي مشاور نن دزيارت په ورځ ديو پاکستاني تيليويزيوني چينل سره په خبرو کې دصدراعظم يوسف رضا گيلاني دا خبره رد کړه چې هغه داجمل قصاب په هکله څرگندونې پخپل سر کړي دي.
تيليويزيون دمحمودعلي دراني ته دنزدې سرچينو له خلې وويل ښاغلي دراني چې څه ويلي وؤ دهغې په هکله يې جمهوررئيس په جريان کې اچولى ؤ.