Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

09 جنوري 2009 

نن په امریکا غږ کي:

خبرونه په ۴۵ ژبو
نیمروز کې ځانمرگې حملې تلفات اړولي

09/01/2009

[insert caption here]

مامورینو مخکی ویلي وو چی په دې چاودنه کی لس کسه وژل شوي دي .

افغان مامورین وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي د افغانستان په جنوب کی شپږ کسه وژلی دي چی په هغوی کی د پولیسو یو صاحب منصب هم شامل و .

د نیمروز والي غلام دستگیر آزاد وایی چی د حمله کونکي هدف دغه صاحب منصب و . دا پېښه نن د جمعې په ورځ د زرنج په ښار کی سوې ده .

مامورینو مخکی ویلي وو چی په دې چاودنه کی لس کسه وژل شوي دي .

له بلي خوا د امرکا اردو نن وویل چی ائتلافي قواو د پنجشنبې په ورځ د زابل په ولایت کی په یوې شبکې باندی چی بمونه یې جوړول حمله وکړه او پنځه تنه یې په کی ووژل .

چارواکي وایی چی په ائتلافي عسکرو باندی هغه وخت ډزي وسوې چی هغوی د طالبانو په هغه نفر پسې گرځیدل چی په لویو لارو کی د سړکونو په غاړو د بمونو د ایښودلو ځایونه یاغیانو ته ورښئي .

او د امریکا اردو وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي پرون په کندهار کی دوه امریکایی عسکر وژلي دي . محلي مامورینو وویل چی په دې چاودنه کی دوه ملکي افغانان هم وژل سوي او ٢١ نور زخمي سوي دي .


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر

  نور رپو ټونه