|
د ناهاریا په ښار کې د زړو خلکو یوهستو گڼځی په دې برید کی یو
څه ړنگ شوی دی او دوه کسان په کې سطحي ژوبل شوي دي. |
د اسرائیلو په شمال کې د لبنان د خاورې نه څو راکټونه توغول شوي دي. دا
په داسې حال کې کیږي چې په غزه کې د اسرائیلو حملې او په اسرائیلو باندې د
راکټونو ویشتل دوام لري.
دا ځلي د اسرائیلو په شمال کې د خطر زنگونه ووهل
شول. دلته د لبنان د خاورې نه په اسرائیلو د راکټونو گزارونه وشول.
د
لبنان په جنوب کې د ملگرو ملتو د سولې د ساتنی ویاند اندري تننتي ددغو
راکټونو د ویشتلو خبره منلې ده.
تننتي: "مونږ ددې خبرې تایید کولی شو
چې نن سهار وختي په اسرائیلو د راکټونو لږ تر لږه درې گزارونه شوي دي.
دغه راکټونه د لبنان د خاورې او د اسرائیلو د سرحد په شپږ کیلو متری کې د
ناقورا د سیمې نه توغول شوي دي."
راکټونو د اسرائیلو سرحدي ښار ناهاریا په
نښه کړی دی. د ناهاریا په ښار کې د زړو خلکو یوهستو گڼځی په دې برید کی یو
څه ړنگ شوی دی او دوه کسان په کې سطحي ژوبل شوي دي.
اسرائیلو ددغه برید په
مقابل کې د توپونو گزارونه کړي دي. د لبنان امنیتي مامورینو ویلي دي چې
دوی به د پېښې تحقیق وکړی.
د لبنان صدر اعظم فواد سینیورا ددغه برید غندنه
کړېده او ویلي یې دي چې دغه کار د سیمې ثبات ته زیان رسوي. خو د اسرائیلو
د ځوابي کار روايي غندنه یې هم کړېده.
تر اوسه پورې د پېښې مسئولیت چا نه
دی منلی. خو داسې ښکاري چې په لبنان کې یوې فلسطینی ډلې ممکن دا کار کړی
وي، او ممکن دا برید د لبنان د حزب الله کسانو نه وي کړی.
حزب الله د
اسرائیلو سره په ٢٠٠٦ کال کې سخته جگړه وکړه. داسې نه ښکاري چې د لبنان نه
په اسرائیلو د راکټونو ویشتل ددوهمې جبهې د پرانستلو په معنی وي.
خو
سره ددې هم دا کار په اسرائیلو کې اندیښنې پیدا کړي دي. کله چې په غزې
باندې حملې پیل کیدلې د اسرائیلو د دفاع وزیر اهود بارک ویلي ؤ چې دوی د
اسرائیلو په شمال کې هم وضعه په ځیر څاري.
|
د اسرائیلو د دفاع وزیر اهود بارک ویلي ؤ چې دوی د
اسرائیلو په شمال کې هم وضعه په ځیر څاري. |
اهود بارک: "زه هیله من یم
چې وضعه هلته ارامه پاتې شي. خو سره ددې هم مونږ تیارسی یو او د هر ډول
برید لپاره کافي چمتو والی لرو."
بیگا شپه په غزې کې اسرائیلو ٦٠ بریدونه
وکړل او فلسطینیانو هم په اسرائیلو باندې د راکټونو ویشتلو ته دوام ورکړ. اسرائیلو اعلا ن وکړ چې بیا به هم د دریو ساعتونو لپاره جگړه ودروي تر څو
خلکو ته د سون او خوراکي مواد وویشل شي او دوی وکولی شي ځان ته درمل او
روغتیايي مرستې تر لاسه کړي.
خو د هغو کسانو په خبره چې بشري مواد ویشي
وايي درې ساعته ددغه کار لپاره کافي وخت نه دی. اسرائیل خپل یو عالی رتبه
مامور مصر ته لیږي چې د احتمالي اوربند په خبرو کې برخه واخلي.
داسې ویل
کیږي چې د فلسطیني ادارې او د حماس استازي به په جلا جلا ډول په مصر کې
وگوري تر څو په غزې کې جگړې ته خاتمه ورکړي.