|
په نوي ډيلي کې دوزراء اعلي کانفرنس ته دوينا په
مهال من موهن سنگهـ وويل دترهه گر عناصرو دگاونډي هيوادونو په ځانگړي ډول
دپاکستان څخه ملاتړ کيږي اؤ دغه هيواد ترهه گري درياستۍ تگلارې په توگه
خپله کړې ده |
په نوي ډيلي کې دوزراء اعلی کانفرنس ته دوينا په مهال من موهن سنگهـ وويل دترهه گر عناصرو دگاونډي هيوادونو په ځانگړي ډول دپاکستان څخه ملاتړ کيږي اؤ دغه هيواد ترهگري درياستي تگلارې په توگه خپله کړې ده.
دهغۀ وينا وه پاکستان دجنگ ماحول ته هوا ورکوي.
ښاغلي من موهن سنگهـ دممبۍ بريدونو کې لشکرطيبه ککړه وبلله اؤ وې ويل دممبۍ بريدونو لپاره بحري لاره وکارول شوه.
هغۀ وويل بايد خپلې بحري لارې خوندي کړو
دهغۀ وينا وه ترهه گر نوى تکنيک اؤ عصري مواصلاتي نظام کاروي.
هغۀ وويل دترهه گرۍ په يو صورت کې هم نۀ زغمل زمونږ تگلاره ده.
هندي صدراعظم وويل زمونږ قام خپلې سلامتۍ ته څيلمه دکورنيو اؤ بهرنيو خطرو مقابلې لپاره په بشپړ ډول چمتو دى.
هغۀ وويل پاکستان په هند کې دگڼو بريدونو مسؤل دى.
هغۀ تور ولگولو چې ترهه گرو ته دپاکستاني استخباراتي شبکودچارواکو ملاتړ ترلاسه دى اؤ په پاکستان کې دترهه گرۍ مرکزونه موجود دي.
هغۀ وويل په دې وروستيو کې هم پاکستان ترهه گرو ته پناه ورکړې ده.
من موهن سنگهـ په هند کې امنيتي وضعه پيچيده وبلله اؤ وې ويل په هيواد کې اوس هم دترهه گرۍ دپيښو خطره ده ځکه نو استخباراتي شبکو ته به دترهه گرۍ مقابلې لپاره خپلې کارکردگۍ کې نور ښۀ والى هم راوستل وي.
هغۀ وويل دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره به ټولې وسيلې په کار راولو.
بل لوري ته دپاکستان دقامي سلامتۍ مشاور محمودعلي دراني دهندي صدراعظم من موهن سنگهـ لخوا پر پاکستان دترهه گرۍ په تورونو لگولو خواشيني څرگنده کړې ده.
په يو بيان کې هغۀ ويلي پاکستان دتورونو دلوبې برخه جوړيدل نۀ غواړي.