|
د پاکستان جمهوررئیس اصف زرداري جمهوررئیس ټاکل
کیدو ورسته په لومړۍ ځل کابل ته رسېدلی دی. ټاکل شوې وه جمهوررئيس زرداري
به دډيسمبر په نيمايي کې کابل ته سفر وکړي خو دموسم دخرابتيا له امله دغه
دوره ځنډول شوې وه |
د پاکستان جمهوررئیس اصف زرداري جمهوررئیس ټاکل کیدو ورسته په لومړۍ ځل کابل ته رسېدلی دی. ټاکل شوې وه جمهوررئيس زرداري به دډيسمبر په نيمايي کې کابل ته سفر وکړي خو دموسم دخرابتيا له امله دغه دوره ځنډول شوې وه.
جمهوررئيس زرداري په داسې حال کې کابل ته سفر کړی دی چې تيره ورځ دجنوبي اسيا لپاره دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير رچرډ باؤچر هم په اسلام اباد کې زرداري سره دترهگرۍ په چارو غږيدلى ؤ.
همدغه راز دهند اؤ پاکستان ترمينځ هم دممبۍ دترهگريزو بريدونو راپديخوا کړکيچ پيدا شوى دى.
دجمهوررئيس اصف علي زرداري وياند فرحت الله بابر خبريالانو ته ويلي کابل ته دجمهوررئيس ددغه دورې مقصدد پاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دوه اړخيزه سياسي مرستې اؤ اقتصادي اړيکو ته وده ورکول دي.
پاک افغان مشران به په کابل کې ليدنه کوي اؤ په افغانستان کې دامنيت دټينگښت، بيارغونې، پاک افغان سرحدي وضعيت اؤ دلويې جرگې په چارو به غږيږي.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي هيله لري دجمهوررئيس اصف علي زرداري کابل ته له سفر وروسته به پاک افغان اړيکې دښۀ والي لوري ته راوگرځي.
دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې په دې وروستيو کې يو څه خړې شوې وې. دپاکستان دپخواني جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف لخوا دخپلې څوکۍ څخه دمستعفي کيدو وروسته داصف علي زرداري په ځانگړې بلنه افغان جمهوررئيس حامد کرزي دهغه دلوړې کولو په دستوره کې دځانگړي ميلمه په حيث گډون کړى ؤ.
له دې وروسته دوه ځلې په نيويارک اؤ کال ٢٠٠٨م کې دجمهوررئيس زرداري اؤ حامد کرزي ترمينځ څلورمه ليدنه دترکي په استنبول ښار کې دپاکستان، افغانستان، اؤ ترکي دسرمشرانو په غونډه کې شوې وه.