پاکستان خارجه وزېر واېې چې دوى ته دامرېکا دتوغندېو د حملو په برخه کې خبردارى نه و ورکړ شوى.
د توغندېو داحمله ېوڅو ساعته وروسته له هغه نه وشوه چې دامرېکا ېوه عالېرتبه چارواکى وعده وکړه چې دپاکستان د خاورى تمامېت ته به احترام کوى.
شاه محمود قرېشى نن د پنجشنبى په ورځ ووېل چې د پاکستان حکومت د بې پېلوټه الوتکى په واسطه دتوغندېو دډزو مخکى له مخکى نه نه وخبرشوى. داحمله د چارشنبى په ورځ د جنوبى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې وشوه.
د پاکستان چارواکى واېې چې دغه حمله چې دمشکوکو طالبانو په ېوه ودانى شوېده شپږ کسان پکى وژل شوېدى.
قرېشى ووېل چې د خارجى قواوله خوانه د پاکستان په خاوره تېرى بې گټى دى او وې وېل چې پکارده دامرېکا او پاکستان ترمنځ همکارى وشى.
هغه ووېل چې حکومت له امرېکا سره د ترهگرى پر ضد مبارزره کې دخېل دى.