Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

ساېنسپوهانو د اټوم ثانوې ذرې چې پروټونز نومېږى الوزولى دي

10/09/2008

European Organization for Nuclear Research scientists observe computer screen at the CERN control center in Geneva, 10 Sep 2008
د اروپا ساېنسپوهانو نن د چارشنبى په ورځ ېو لړ داسى عالې تجربى پېل کړېدى چې دوى واېې ددې نړې په برخه کې ډېرو پوښتنو ته ځواب وېلى شى. 

ساېنسپوهانو د داټوم ثانوې  ذرې چې پروټونز نومېږى الوزولى دي. دا کار په ېوه داسى وسېله چې لس ملېارده ډالره پرې لگول شوېدى او د اټوم د ېنوټونز د الوزولو لپاره کارول کېږى. دغى الى ته هارډن کلاېډر واېې.

هارډن کلاېډر ٢٧ کېلومتره اوږ له زمکى لاندى تونل دى چې جنېواته نېژدى دى او د فرانسى تر سرحده پورې رسېږى. 

کله چې دا ماشېن په خپل بشپږ قوت چالان شى او کله چې پروټونز له ېو بل سره ټکر وکړى نو توقع ده چې زښته زېاته تودوخه په ډېره کمه ساحه کې تولېد کړى.

د دغى پروژى مشران او د اټومى څېړنو ماهران واېې چې دا ماشېن به هغه شراېط منځته راولى چې د ېوې ثانېى د څو ملېارد مى برخى په اندازه هغه وخت موجود چې د ساېنسپوهانو په عقېده دا دنېا منځته راغله.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه